جلال اباد (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د ملي اردو ځواکونو د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د (شاهين١٨) په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو لخوا د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت موظفين برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، په دې وروستيو کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه او خوځښتونه زيات شوي، پر لاره يې ماينونه ځاى پر ځاى کول او پر ګډو ځواکونو يې بريدونه هم ترسره کول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي ځواکونو په ګډه د وسله والو مخالفينو د ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي په موخه په ياده ولسوالۍ کې پراخه چاڼيز عمليات پيل کړي دي .
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، چې تر اوسه په دې عملياتو کې د بټي کوت ولسوالۍ د لاچپور، بېله، مشواڼى او چهاردهي کلي په بشپړه توګه له وسله والو مخالفينو پاک شوي، د يوه سرګروپ په ګډون درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.
سرچينې ويلي، چې په دغو عملياتو کې ملي ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ څلور خواوې چې له نورو ولسواليو سره پولې لري، کلابندې کړي او د وسله والو د راتګ او تېښتې مخه يې ډب کړې ده.
د يادونې ده چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د بـټي کوټ ولسوالۍ امنيت خراب شوى، هره ورځ ترې د جنګونو او بريدونو راپورونه ورکول کېږي، وسله وال مخالفين د جلال اباد – تورخم لويې لارې ته راوځي او پر ګډو ځواکونو بريدونه کوي.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې پوليسو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته د اليشنګ ولسوالۍ په سالاب سيمه کې د مخالفو وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پرې يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه ساعته نښته رامنځته شوه.
نوموړى وايي، چې په نښته کې ګڼو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره يې لا نه ده مالومه.
د ځواک په وينا، چې لا هم څېړنې روانې دي او وسله وال له نښتې په شا تګ ته اړ شوي او خپلو پټنځايونو ته يې پنا وړې ده.
د لغمان د والي وياند وايي، چې يادې سيمې ته د ملاتړ په موخه د نورو تازه دمو پوليسو کاروان د نښتې د سيمې پر لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې د اليشنګ په اسلام اباد سيمه کې د سړک غاړې ماين پرې وچاود.
نوموړى زياتوي، چې په چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
دى وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP