مزارشريف (پژواک، ٢٥ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د انجنيرانو د بې غورۍ له امله پېښه رامنځته شوې وه.
د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د وږي په ۲۳مه د شوې چاودنې له امله د کان ۴۷ کارکوونکي بند پاتې شوي وو، چې تر دې دمه يې د ۲۳ جسدونه ترلاسه شوي، ۲۲ ټپيان او پاتې نور لا هم لادرکه دي.
د سمنګان امنيه قوماندان جنرال محمداسلم بېکزاد د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د يادې پېښې د څېړنې په موخه د والي په ګډون د ولايت يوه لوړ پوړي پلاوي سيمې ته سفر وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې په ځای کې شوو څېړنو په ډاګه کړه، چې د ډبرو سکرو په کان کې د کان د انجنيرانو د بې غورۍ له امله چاودنه رامنځته شوې ده.
بېکزاد وويل: ((په هغه ورځ له چاودونې څو ساعته وړاندې کار کوونکو په کان کې د ميتان ګاز بوی حس کړی و، چې بايد په دغسې حالاتو کې د استخراج چارې بندې کړای شوې وای؛ خو انجنيرانو کار کوونکو ته د کار د دوام ويلي و، چې د ياد ګاز د زياتېدو له امله چاودنه رامنځ ته شوه.))
نوموړي زياته کړه، چې د کان انجنيران له پېښې وروسته تښتېدلي وو، خو پرون يې بېرته ونيول.
د هغه په وينا، د روی دواب د ډبرو سکرو د کان پلاوی د وږی په ۲۵مه ماسپښين مهال د سمنګان مرکز ته رسېدلی او تصميم لري، چې د کان له انجنيرانو څخه د پېښې په اړه څېړنې پيل کړي.
امنيه قوماندان وويل، چې لا هم انجنيران د پېښې پر ځای تر نظارت لاندې دي.
پژواک د کان له انجنيرانو سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه؛ خو ونه توانېد.
د سمنګان د والي وياند صديق الله عزيزي پژواک اژانس ته وويل، چې د پلاوي په ياد سفر کې د ولسمشر کرزي له خوا د کان له قربانيانو سره شوې مرستې هم د هغوی کورنيو ته وسپارل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې ۲۳ کار کوونکي مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي، چې د هر مړه شوي کورنۍ ته سل زره او د هر ټپي کورنۍ ته شل زره افغانۍ ورکړل شوې.
همداراز ۶۰ زره افغانۍ په ډله ييزه توګه د ختم او خيرات لپاره وسپارل شوې.
بلخوا د افغانستان د خواري کښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل پر يادې پېښې اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه يې د دې پېښې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، له بده مرغه په هېواد کې د خواري کښو حقونه تر پښو لاندې شوي چې له همدې امله ډېرى مهال دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
ډاکټر عادل وايي، چې تر پېښې وروسته د حکومت له خوا خواشيني هېڅ ډول ګټه نه رسوي، بلکې حکومت بايد له مخکې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره اقدامات کړي واى.
نوموړي زياته کړه، چې د هېواد له کانونو ټولې کيندنې غير معياري دي او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه کارونه معياري کړي او په کانونو کې کار کوونکو ته نورې اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز د بشر حقونو خپلواک کمېسيون هم پردې پېښې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د شمال ساحوي دفتر مشر قاضي سيد محمد سامع ويلي، دې پېښې وښوده،چې د کارکوونکو د ځان ساتنې په اړه دولتي حفاظتي تدابير ناکافي دي.
سرچينې له دولت او په ځانګړې توګه د کانونو له وزارت غوښتي، چې د کانونو د راوېستنې د لارو چارو د معياري کولو په موخه دې هلې ځلې وکړي او دغه راز دې د ټولو حفاظتي تدابيرو، لکه په دغه ډول کانونو کې د خطر د احتمالي پېښېدو پرمهال کارکوونکو ته د لازمې زده کړې په اړه خپل مکلفيت په ښه توګه ترسره کړي.