لښكرګاه (پژواك ۲۵ وږى ۹۲): په لښكرګاه كې يوې پوليس افسرې، چې تېره ورځ په يوه بريد کې ټپي شوې وه، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هلمند د والي وياند عمرځواك د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نګارې په نوم دغه افسره په هلمند كې د ښځينه پوليسو مشره وه او تېره ورځ سهار مهال د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ټپي شوې وه.
نوموړى وايي، دې افسرې تېره شپه دوه بجې په ايمرجنسي روغتون كې ساه وركړه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مرستيال شاه محمد اشنا پژواك اژانس ته وويل، چې د نګارې رتبه دويم څارن وه او له تېرو دوو مياشتو راپه دېخوا يې د پوليسو د پرسونل مشري پر غاړه لرله.
د ده په وينا، چې نګارې تېره شپه د سختو ټپو له امله ساه وركړه، خو پوليس پر نوموړې د بريد په تور څو تنه شکمن نيولي دي.
تېره ورځ د ښار اوسېدونكو ويلي وو، چې نوموړې پوليسه په داسې حال كې تر بريد لاندې راغله، چې پېښې ته نږدې سيمه كې يې پوليسو ګزمه كوله خو بريد كوونكي په تېښته بريالي شول.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم په لښكرګاه كې د ښځينه پوليسو پخوانۍ مشره په ورته يوه بريد كې وژل شوې وه.