جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د امنيتي پېښو د مخنيوي او د خلکو ستونزو ته د پوليسو پر وخت د رسېدنې په موخه د پوليسو ١١٩ ټيلېفوني شمېره فعاله شوه.
دغه شمېره د وږي په ٢٥مه د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې فعاله شوه، چې د بېړنيو پېښو پر مهال به يې له لارې پوليسو ته خبر ورکول کېږي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ اطلاعاتي مرکز مشر سمونوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١١٩ شمېرې په فعالېدو سره به په ننګرهار کې په امنيتي پېښو کې کموالى راشي.
نوموړى وايي، چې پخوا يې د ١٠٠ شمېره فعاله کړې وه خو يو شمېر ستونزې يې لرلې، مګر اوس د ١١٩ شمېرې په فعالولو سره به هغه ستونزې چې پخوا موجودې وي، له منځه ولاړې شي.
ده زياته کړه: ((د ١١٩ شمېرې مرکز همدلته په امنيه قوماندانۍ کې فعاله شوى، ټولې اړيکې به ثبتېږي، د تحليل او ارزونې له شعبې به په ډېرې چټکۍ سره تېريږي او اجراات به کېږي.))
سمونوال همايون وايي، چې يادې شمېره يې په نورو ولايتونو کې هم فعاله کړې او مثبتې پايلې يې لرلې دي.
د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې ټيلېفوني شمېرې لپاره به په ټول ولايت کې کمپاين وکړي تر څو د ناقانونه کړنو په ليدلو سره ټول ننګرهاريان پوليسو ته خبر ورکړي او له بدو پېښو مخنيوى وشي.
سرپرست والي زياتوي، چې د ننګرهار ولسونه به د يادې شمېرې په ښه فعاليت سره له حکومت سره نور هم نږدې شي او هغه واټن چې پيدا شوى کولى شي چې ياده شمېره په کې رغنده رول ولوبوي.
هغه زياته کړه: ((دا ډېر ښه او غوره اقدام دى چې پرته له کوم فيس څخه امنيتي ځواکونه خبرېږي، هم امنيتي ځواکونو ته اسانتيا ده او هم ولس ته، بايد ملاتړ يې وشي.))
خو د مدني ټولنې فعال رسول ګل پژواک ته وويل، چې پخوا هم په ننګرهار کې د ١٠٠ اطلاعاتي شمېره فعاله وه چې د زنګ وهلو پر وخت به يا بنده او يا هم چا به ورته ځواب نه وايه.
نوموړى زياتوي: ((که ټيلېفون به يې ځواب کړ نو بيا به يې مرسته نه کوله.))
دى وايي، چې پخوا يې د ورور پر کور غله ور اوښتي وو، خو کله يې چې د ١٠٠ شمېرې ته زنګ وواهه، نو هغوى يې تر ډېر اسرار وروسته هم مرستې ته رانغلل، خو دا ځل بايد ياده ستونزه له منځه ولاړه شي.
خو د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال محمدشريف امين پژواک اژانس ته وويل، چې ښايي پخوا به ځينې ستونزې وې، مګر په اوسنۍ ١١٩ شمېره کې تر ډېره د مشکلاتو مخه نيول شوې ده.
دى وايي، چې ياده شمېره په ډېره مجهزه توګه خدمات وړاندې کوي او د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې ٢٤ ساعته ځانګړي نوکريوالان لري او د خلکو غوښتنې، پوښتنې او مشکلات اوري.
هغه زياته کړه: ((که چېرې فساد وګورئ، که چېرې ترهګر ووينئ، همداراز که هر څوک په ناقانونه کړنې وګورئ، له دې شمېرې سره اړيکه ټينګه کړئ تر څو عاجله مرسته درسره وشي.))
پاسوال شريف امين وويل، چې د ١١٩ شمېره کولى شي چې د امنيتي پېښو کچه راټيټه او د ولس او ولايتي حکومت تر منځ فاصله ختمه کړي.
؛د ننګرهار امنيه قوماندان پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې له يادې شمېرې دې استفاده وکړي او خپلو امنيتي ځواکونو ته دې پر خپل وخت خبر ورکړي.