Language

هلمند کې د فوټبال څلورو لوبغاړو ته مرګ ژوبله واوښته

لښكرګاه (پژواك ۲۵وږى۹۲): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د ترافيكي پېښې له امله د فوټبال يو لو‎بغاړى مړ شوى او درې تنه ټپيان دي.

د هلمند د اولمپيک امر محمد ادريس عليزي پژواک اژانس ته  وويل، دغه ترافيکي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د هلمند ولايت د فوټبال ١٥ لوبډلو د ټورنمنټ د پاى نمانځنه کوله.

عليزى وايي، په دې پېښه کې د ټورنمنټ د اتلې ګرشک لوبډلې غړى ١٨ کلن مجيدالله مړ شوى او د يادې لوبډلې درې نور غړي ټپيان دي.

 نوموړى زياتوي، د ګرشک لوبډلې  ټپي شوي لوبغاړي د ايمرجنسي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې په ښه کېدو دى.

 د ده په خبره، لوبه د اتو لوبډلو تر منځ پيل شوې وه، چې  د لښكرګاه  په ګډون د درېيو ولسواليو لوبډلو په كې برخه اخيستې وه.

د اولمپيک د امر په وينا، پرون مازديګر د ګرشك او لښكرګاه د نوي ځوانانو ډلې وروستۍ لوبه وكړه، چې په ترڅ كې يې ګرشك لوبډلې دوه د يوه په مقابل كې لوبه وګټله او اته بجې  يې د ګرشك په لور حركت وكړ.

عليزى زياتوي، لښكرګاه ته نږدې يې په لاره موټر ټكر كړى، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي وياند عمر ځواك هم تاييدوي، چې ياده مرګ ژوبله په فوټبال كې بريالۍ لوبډلې ګرشك ته اوښتې ده.

دغه راز د هلمند د ترافيكو مدير خيرمحمد شجاع پژواك اژانس ته وويل، پېښه د ګرشک لوبډلې د موټر او يوه تراكتور د ټكر له امله رامنځته شوې ترافيک پوليس د پېښې په سيمه کې په څېړنو بوخت دي.

Related Topics