Language

 جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د ننګرهار سرپرست والي وايي، چې په دغه ولايت کې ادارې د ښځو لپاره نمايشي کارونه کوي او په عمل کې يې هېڅ د پام وړ کار نه دى کړى.

 سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال دغه څرګندونې د وږي په ٢٥مه د جلال اباد په قصر کې د ښځو پر وړاندې د ستونزو د هواري د يوه ورځني کنفرانس پر مهال وکړې.

 هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې يو شمېر ادارې د ښځو په برخه کې نمايشي کارونه کوي او د ولايت مقام ورته ګواښ کوي، که چېرې کارونه يې همدا ډول نمايشي وي نو خپل دفترونه دې وتړي.

 د نوموړي په وينا، په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي، مګر ادارات ډېر سطحي چلند ورسره کوي.

 ګرديوال وايي، چې ښځې د ټولنې نيمايي برخه تشکيلوي او له نرانو سره په چارو کې، که نيمايي نه وي بايد دريمه برخه کار خو وکړي.

 هغه تر غونډې وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې د همدغو ستونزو د حل په موخه يې په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو په موخه دغه کنفرانس جوړ کړى چې په کې يې د اړوند مرستندويه موسسو ټولو مسوولينو هم برخه اخيستې ده.

 بلخوا د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي، چې په ننګرهار کې د دوى چارې يواځې په ښار او نږدې پرتو ولسواليو پورې محدودې دي.

 نوموړې وايي، چې دوى د امن کور لپاره ودانۍ نه لري، د عامه پوهاوي برخه يې په لرو پرتو ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله کمزورې دي.

انيسې وويل: ((راتلونکې ټاکنې را روانې دي، په دې کې د ښځو ګډون مهم دى خو له بده مرغه زموږ د خويندو نوم ليکنه بېخي کمزورې ده.))

 د هغې په وينا، په ننني کنفرانس کې يې د ګڼو ښځو هغه ستونزې چې ورسره لاس او ګرېوان دي او يا يې هم درک کړې راټولې او د ولايت مقام او نورو مرستندويه موسساتو سره به يې شريکې کړي تر څو د حل په موخه يې لازم اقدامات وکړي.

 انيسه وايي: ((ښځې په ننګرهار کې له نرانو زياتې دي، که چېرې په ټاکنو کې ونډه واخلي نو يو جوت تغيير راوړلى شي.))

 په دغه ولايت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سرپرسته رييسه صبرينې حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې هغه ستونزې چې د ښځو پر وړاندې موجودې دي راټولې کړې او نن يې په ياد کنفرانس کې شريکې کړې.

 نوموړې وويل، چې دوى ته د نورو اندېښنه زېږوونکو ستونزو تر څنک يوه ستره ستونزه په ټاکنو کې د ښځو کم رنګى کډون دى.

 صبرينې زياته کړه: ((په دغه کنفرانس کې د ټاکنو د نوم ليکنې په برخه کې بحث وشو، تر څو راتلونکى روښانه شي))

 دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په ننګرهار کې امنيتي ننګونې ډېرې شوې چې ښځي خو څه، ان نارينه هم زړه نه کوي چې له ولسوالۍ ښار او له ښاره ولسوالۍ ته ولاړ شي او يا هم د ټاکنو د نوم ليکنې په بهير کې نومليکنه وکړي.

Related Topics