جلال اباد (پژواک،٢٥وږى٩٢): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښته کې دوه طالبان او يو پوليس وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې د پچير اګام ولسوالۍ پر يوې سرحدي پوستې وسله والو مخالفينو بريد وکړ.
ده زياته کړه، نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ، چې دوه وسله وال په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د نښتې پر مهال يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د امنيت امر وايي، په نښته کې عامو وګړو ته زيان نه دى اوښتى، خو د سيمې اوسېدونکى رشيد خان وايي، چې وسله وال د نښتې پر مهال په يوه ښوونځي کې پټ شوي وو چې يو عام وګړى په کې ټپي شوى دى.
د يادې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP