کندهار (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او لامل يې د ملکي ادارو نه شتونه دى.
نوموړي دغه څرګندونې د کندهار دوو سرحدي ولسواليو ښورابک او رېګستان ته تر سفر وروسته د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
جنرال عبدالرازق زياته کړه، چې د کندهار د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي د حکومت د نه پاملرنې له امله ان د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم نه لري.
رېګستان، ښورابک، غورک، ميانشين، معروف د کندهار لرې پرتې ولسوالۍ ګڼل کېږي، چې کندهار ښار ته غځېدلې مواصلاتي لارې يې د ماينونو او نورو امنيتي ستونزو له امله د تګ راتګ نه دي.
امنيه قوماندان زياته کړه، په يادو شوو ولسواليو کې خلک د ژوند له ډېرو لومړيو اسانتياوو لکه پوهنې، روغتيا او ان د څښاک له پاکو اوبو هم بې برخې دي.
هغه زياته کړه: ((د يو شمېر ولسواليو ولسوالان په کندهار ښار کې اوسېږي، حتى په مياشتو مياشتو خپلو وظيفو ته نه دي تللي.))
د نوموړي په وينا، يو شمېر چارواکي په کندهار ښار کې ناست دي، له ځانونو يې سمنټي دېوالونه تاو کړي او ادعا کوي، چې اداره يې جوړه کړې، په داسې حال کې چې اداره بايد په ريګستان، غورک، ميانشين، ښورابک او معروف ولسواليو کې هم جوړه شي، چې دا د کندهار تر ټولو لرې ولسوالۍ دي.
د نوموړي په وينا، يادو ولسواليو ته يې د خپل سفر پر مهال د حکومتوالۍ هېڅ نښې نښانې نه دي ليدلې او ملکي ادارې له سقوط سره مخ دي.
دى وايي، په دغسې حالاتو کې ستونزمنه ده، چې دولتي اداره دې خلک د ځان کړي او د امنيت په تامين کې دې ور څخه مرسته وغواړي، ځکه په دې توګه خلک له دولت څخه واټن نيسي او مخالفينو ته ځانونه نږدې کوي.
جنرال رازق له دولتي ادارې وغوښتل، چې لرې ولسواليو ته پاملرنه زياته کړي او هلته دولتي ملکي ادارې فعاله کړي، تر څو خلک له ستونزو خلاص شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم مني، چې د دغه ولايت په شمالي او يو شمېر نورو لرې پرتو ولسواليو کې حالت هغسې نه دى، لکه څنګه چې د ښې حکومتوالۍ غوښتنه ده.
هغه وويل، د لرې ولسواليو د کليو تر منځ مواصلاتي لارې بندې او په ماينونو پوښل شوي، چې تګ راتګ او له مرکز سره ارتباط يې زيانمن کړى، چې له همدې امله د حکومتدارۍ په برخه کې ګڼې ستونزې شته.
خو دى وايي، چې ولايتي اداره تل په دې برخه کې کار کوي، تر څو د ولسواليو د خلکو په مرسته هلته امنيت ډاډمن او د حکومتولۍ چارې پياوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP