کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): امريکا د فوايد عامې له وزارت سره د پنځوس ميليون ډالرو په ارزښت د ښوونيزو او درسي توکيو، تخنيکي مرسته وکړه.
د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه تر ټولو ستره تخنيکي مرسته ده، چې د دغه وزارت د کاري چارو د لوړوالي په برخه کې تر سره شوې ده.
هغه زياته کړه: ” په دې تخنيکي پروژه کې د سړک جوړونې او ډيزاين برخې ١٥٠ ښوونيزې دورې، د ټرانسپورټ مديريت، د پروژې کنټرول او د کيفيت لوړول، د واټونو ساتنه، مالي او اجرايي سيسټم او سافټويرونه شامل دي.”
د فوايد عامې وزير په وينا، د دې پروژې پر تر سره کولو له يونيم کال راپدېخوا کار روان دى او شا وخوا ٥٠ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلى، چې د امريکا سفارت له لوري ورکړل شوى دى.
اوژن هيله څرګنده کړه، چې د دغو پرمختللو ښوونيزو دورو څخه په ګټې به د فوايد عامې وزارت په يوه نمونه وزارت بدل شي.
هغه دغه راز وويل، چې د دغه وزارت مرکزي لابراتوارونه به هم راتلونکې اونۍ پرانېستل شي، تر څو د تخنيکي کارونو لپاره ښه زمينه برابره شي.
د فوايد عامې وزارت په بنسټيزو کاري برخو کې له مهمو وزارتونو څخه دى، چې ډېرى وخت د نښلونکو واټونو په جوړولو او د هغو په ساتنې کې کار کوي.
د فوايد عامې وزير د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې له ١٣ زرو کيلو مټرو څخه زيات قير شوى سړک او نور ٢٠ زره کيلو مټره خام سړک شتون لري، چې عمده برخه يې په تېرو ١٢ کلونو کې جوړه شوې ده.