لښكرګاه_غزني (پژواك ۲۶ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې په هلمند او غزني ولايتونو کې د څلورو طالب قوماندانانو په ګډون لس وسله وال وژل شوي، خو طالبان بيا د ګڼو دولتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.
د هلمند ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمدي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون په سنګين ولسوالۍ کې ايساف ځواكونو د طالبانو پر يوه پټنځاى هوايي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې د ملا فضل الرحمن تر څنګ دوه ځانمرګي او يو وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياتوي، ملا فضل الرحمن غوښتل دوه ځانمرګي د بريد لپاره تيار کړي، چې د بهرنيو ځواکونو الوتکو په نښه کړل او له منځه يې يووړل.
د احمدي په وينا، تېره ورځ د سنګين په ساروان كلا سيمه كې د امنيت د ښه والي په موخه عمليات پيل شوي، چې پر مهال يې يو طالب قوماندان ملا پاينده محمد مشهور په زاكروال وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، ملا پاينده محمد د موسى كلا ولسوالۍ اوسېدونكى و خو اوسمهال يې د سنګين د طالبانو د مشر په توګه فعاليت كاوه.
دغه راز د والي وياند عمر ځواك وايي، دوه نور طالب قوماندانان ملا زبير او ملا محمد شاه هم نن (د وږي ۲۶ مه) د سنګين په ساروان كلا سيمه كې وژل شوي دي.
څو يوه ورځ مخکې د هلمند چارواکو خبر ورکړى و، چې د سنګين عمليات په بري سره پاى ته رسېدلي او د دولت وسله وال مخالفين له سيمې په تېښته دي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار (د وږي ٢٦مه) د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې درې وسله وال وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي وايي، چې نن سهار د ده يک په لغبات سيمه کې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ او جګړه يو ساعت ته اوږده شوه.
د انصافي په وينا، په جګړه کې ټپي شوي پوليس يې د درملنې لپاره د ولايتي بيارغونې پوځي روغتون ته لېږدولي دي.
د ده يک امنيه قوماندان سمونمل فيض محمد توفان وايي، په دې نښته کې د ملا حکيم په نوم د وسله والو ځايي قوماندان هم وژل شوى دى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په سنګين، موسى كلا او نوزاد ولسواليو كې د ماين په چاودونو او وسله والو بريدونو كې ګڼو كورنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
دغه راز مجاهد وايي، د غزني په ده يک کې يې د نښتې په ترڅ ک درې سيمه ييز پوليس وژلي او يو طالب ټپي شوى دى.