مزارشريف (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان د استخراج دوباره پيل بايد د کاريګرو له تجهيزېدو وروسته پيل شي.
دوی وايي، چې د کان د استخراج کارګرانو د کار لومړني وسايل نه لري او په شوې پېښه کې د مرګ ژوبلې د اوښتو يو لامل هم د کار د لومړنيو وسايلو نشتوالی بولي.
د وږي په ۲۳مه د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د شوې چاودنې له امله د کان ۴۷ کار کوونکي بند پاتې شوي وو، چې تر دې دمه يې د ۲۳ تنو جسدونه تر لاسه شوي، ۲۲ تنه ټپيان شوي او پاتې لا هم لادرکه دي.
د سمنګان د والي وياند مصدق الله عزيزي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روی دو اب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان د معدن وزارت له خوا د پاکوالي چارې پيل شوې دي او په لنډه موده کې به يې د استخراج چارې بېرته پيل شي.
خو نوموړي زياته کړه، چې دغه وزارت بايد د استخراج د چارو له بيا پيل کېدو وړاندې د کان کارګرو ته د کار د لومړنيو وسايلو اسانتيا برابره کړې.
د هغه په وينا، د روی دواب د ډبرو سکرو د کان کارګرو د کار لومړني وسايل لکه خولۍ، ماسک، جامې او داسې نور وسايل نه لري.
عزيزي وويل، چې د دغو وسايلو له شتون څخه پرته کار کول امکان نه لري او که چېرې پيل شي نو درې وړاندې شوې پېښې په څېر به يې پايلې خطرناکې وي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې په کان کې د درې ورځې مخکې چاودنې په ترڅ کې د کان کاريګر د کار په لومړنيو وسايلو سمبال واى نو د مرګ ژوبلې کچه به خورا ټيټه وه.
د هغه په وينا، دمګړۍ د کان د پاکوالي د چارو تر څنګ په کان د شوې چاودنې په اړه هم څېړنې روانې دي.
خو د سمنګان امنيتي چارواکي وايي، لومړنيو څېړنو په ډاګه کړې، چې د کان د انجنيرانو د بې غورۍ له امله چاودنه رامنځ ته شوې وه.
د سمنګان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمداسلم بېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې پر ځای شوو لومړنيو څېړنو په ډاګه کړه، چې د ډبرو سکرو په کان کې د کان د انجنيرانو د بې غورۍ له امله چاودنه رامنځ ته شوې وه.
امنيه قوماندان وويل: ((د چاودنې په ورځ له چاودونې څو ساعته وړاندې د کان کار کوونکو په کان کې د ميتان ګاز بوی حس کړی و، چې بايد په دغسې حالاتو کې د استخراج چارې بندې کړای شوې وای؛ خو د کان انجنيرانو کارکوونکو ته د کار د دوام ويلي و، چې د همدې ګاز د زياتېدو له امله چاودونه رامنځ ته شوې وه.))
نوموړي زياته کړه، چې د کان انجنيران له پېښې وروسته تښتېدلي و، چې تېره ورځ دوی بېرته ونيول.
د هغه په وينا انجنيران د پېښې پر ځای تر نظارت لاندې دي.
ولسمشر حامد کرزي د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته کړې او د دې پېښې د څېړلو امر يې کړى دى.
يو لوړ پوړى دولتي چارواکى د دې پېښې د څېړلو لپاره ايبک ته رسېدلى دى.