Language

هرات کې څلور کلنه نجلۍ تر ډله ييز جنسي تېري وروسته وژل شوې

هرات (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): چارواکي وايي، په هرات ښار کې يې د يوې څلور کلنې نجلۍ مړى، چې ډله ييز جنسي تېرى هم پرې شوى، موندلى دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې نجلۍ مړى، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوې، د ښار په برامان سيمه کې موندل شوى دى. د نوموړي په وينا، چې د نجلۍ د وژنې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د هرات په حوزوي روغتون کې د عدلي طب د پلاوي غړى ډاکټر احمدشاه مشرف وايي، چې پر نجلۍ لومړى د څو تنو له لوري جنسي تېرى شوى او وروسته زندۍ شوې ده. دا په هرات کې د خپل ډول دويمه پېښه ده، پنځه مياشتې مخکې په اوبې ولسوالۍ کې هم د يوه شل کلن ځوان له لوري پر دوه کلنه نجلۍ جنسي تېرى شوى و او وروسته يې وژلې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.