Language

چپه دره تصفيه شوه

 اسعداباد (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، چې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ تر تصفيې وروسته يې د نورستان لاره خلاصه کړې ده.

په کونړ ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شېرين اقا د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونو تر څو ورځنيو عملياتو وروسته نن د چپې درې ولسوالۍ ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دې ولسوالۍ ټولې سيمې له وسله والو مخالفينو تفصيه شوې او اوس په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

شېرين اقا وايي، چې د دغو عملياتو پر مهال ٣٥ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، چې په عملياتو کې دوه ملکي وګړي او يو د ملي اردو سرتېرى هم د مخالفينو پر ډزو وژل شوي او يو د اردو سرتېرى ټپي دى.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو دغه چارواکي وويل، چې په تصفيه شوو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې او اوس خلک کولى شي په ډاډه زړه نورستان ولايت ته تګ راتګ وکړي.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دغو عملياتو کې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله ردوي.

هغه پژواک ته وويل، چې په چپه دره کې يې لسګونه دولتي سرتېري کلابند کړي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

د چپې درې ولسوالۍ يو اوسېدونکى فضل الله وايي، چې تر اوسه دولتي ځواکونه يواځې د دې ولسوالۍ تر چاردېوالۍ پورې محدود وو او په نورو ټولو سيمو مخالفين واکمن وو.

د نوموړي په وينا، که چېرې دولتي ځواکونو رښتيا هم دا ولسوالۍ پاکه کړې وي، نو بايد په کې دوامداره پاتې شي، څو مخالفين بيا فعاليتونه پيل نه کړي.

د يادونې ده، د نورستان لويه لاره د کونړ له چپې درې ولسوالۍ څخه تېره شوې، خو په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو له امله دا لاره بنده وه. 

Related Topics