ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه لپاره د طالبانو مالي مسوول ونيول شو

د فراه لپاره د طالبانو مالي مسوول ونيول شو

author avatar
18 Sep 2013 - 17:58
د فراه لپاره د طالبانو مالي مسوول ونيول شو
author avatar
18 Sep 2013 - 17:58

هرات ( پژواک ٢٧ وږى ٩٢) : د هرات چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د فراه لپاره د طالبانو مالي مسول نيولى دى.  

 د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، د کشفي راپور په اساس يې د هرات ښار په درېيمه ناحيه کې د ملا تاجمير په نوم د فراه ولايت لپاره د طالبانو مالي مسوول نيولى دى .

نوموړى زياتوي، چې ملا تاجمير په څو ترهګريزو پېښو کې هم لاس درلود او دغه راز يې په کويټه کې د طالبانو له مشرانو سره نږدې اړيکې لرلې.

احمدي زياتوي، نوموړي د تحقيق په ترڅ کې خپل جرمونه منلي دي.

 د يو بل خبر له مخې، تېره شپه ناپېژاندو کسانو د هرات د انجيل ولسوالۍ په مالان سيمه کې خاوند او ميرمن وژلي دي .

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند دغه پېښه تاييدوي او چې په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

ددغو کسانو مړي ، چې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي ، د ياد روغتون وياند محمد رفيق شيرزى وايي، چې  ښځې او خاوند زهري توکي  خوړلي دي.

په هرات کې د ميرمنو د ځان وژنې او ځان سوځونې پېښې زياتې دي، خو دا پېښه لومړۍ هغه ده، چې مېړه او ميرمن په يو ځاى ځان وژنه کوي.

همدارنګه سمونوال عبدالرووف احمدي زياتوي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې نهه کلي له وسله والو پاک کړي دي.

هغه زياتوي، چې دغه تصفيوي عمليات تېره شپه د چټک غبرګون پوليسو او د ملي اردو کومانډو سرتېرو تر سره کړل.

د احمدي په وينا، په يادو عملياتو کې چا ته زيان نه دى رسيدلى.

د سيمې يو تن اوسېدونکى عبدالفتاح  وايي، چې عمليات د شپې ناوخته پيل شول او په ټوله سيمه کې کور په کور تلاشي روانه وه.

هغه زياتوي، څو ځايه يې د ډزو غږونه واورېدل، خو اوږده او دومداره جګړه نه ده شوې.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.