مزار شريف ( پژواک ٢٧ وږى ٩٢ ) : طالبان وايي، چې د سرپل ولايت پخوانى سناتور له دوى سره يو ځاى شوى دى، خو د سرپل والي له طالبانو سره د دې کس اړيکې تاييدوي، ولې له طالبانو سره د هغه د يوځاى کېدو په اړه بې خبري ښيي.
وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کې د وږي په ٢٧مه، په يوه راپور کې ليکلي، چې په دې وروستيو کې د سرپل ولايت د کوهستاناتو سيمه ييز قوماندان او پخوانى سناتور قاضي عبدالحى د خپلو يو شمېر ملګرو په ګډون له طالبانو سره يو ځاى شوى او خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړى دى.
طالبانو په ياده وېب پاڼه کې ددغه پخواني سناتور قاضي عبدالحى مرکه خپره کړې ، چې هغه پکې له طالبانو سره ديو ځاى کېدو په اړه څرګندونې کړې دي.
قاضي عبدالحى په ياده مرکه کې د سرپل ولايت او په ځانګړې توګه د کوهستاناتو پر عمومي وضعيت او له طالبانو سره ديو ځاى کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خرم پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې قاضي عبدالحى په ټولټاکنو کې د ولايتي شورا د تېرې دورې غړى و او بيا وروسته د رايو په ګټلو سره د مشرانو جرګې د تېرې دورې غړى وټاکل شو.
هغه زياته کړه چې د مشرانو جرګې د تېرې دورې تر بشپړېدو وروسته نوموړى د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټاکل شو.
دى وايي ، چې څه موده وروسته مرکزي حکومت د هغه په اړه راپور ترلاسه کړى و، چې ګوندې وسله والو مخالفينو سره اړيکې لري ، نو د سرپل چارواکو ته يې سپارښتنه کړې وه، چې هغه له دندې ګوښه کړي.
خو نوموړي ، له طالبانو سره د قاضي عبدالحى د يو ځاى کېدو په اړه بې خبري وښوده.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين پژوک اژانس ته وويل، يو کال مخکې يې غوښتل دغه پخوانى سناتور چې د کوهستانات ولسوال په توګه ټاکل شوى و، له طالبانو سره د اړيکې لرلو په موخه له کاره ګوښه کړي.
ده زيات کړه: “قاضي عبدالحى پاکستان ته سفر کړى و، ترڅو د طالبانو د کوېټې شورا سره وګوري؛ موږ وغوښتل چې هغه له دندې ګوښه کړو، خو هغه له دې پېښې خبر شو او له خپلې دندې يې ځان ګوښه کړ.”
خو نوموړي ټينګار وکړ، چې نه شي کولى له طالبانو سره د دغه پخواني سناتور د يو ځاى کېدو خبر رد يا تاييد کړي.