Language

په سنګين کې د ٢٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

 لښكرګاه(پژواك۲۷وږى۹۲) :چارواکي وايي، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د پرونۍ جګړې په ترڅ کې يې ٢٧ وسله وال مخالفين وژلي، خو طالبان دغه ادعا نه مني.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د وږي په ۲۷ مه  پژواك اژانس ته وويل، پرون يې په دې جګړه کې د ګرماب او پوزکي سيمې نيولي او طالبان په کمزوري حالت کې مقاومت کوي.

د نوموړي په وينا، د وژل شويو طالبانو ډيرى يې د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

ځواک زياتوي، دا هغه وسله وال وو، چې له سيمې د تېښتې په حالت کې په خپلو خښ شويو ماينونو وربرابر شوي دي.

د ده په خبره، د وژل شويو طالبانو مړي اوس هم د ازان په سيمه کې پراته دي او دغه راز په دې جګړه کې يو پوليس وژل شوى او درې ټپيان دي.

خو د هلمند ولايت د دفتر رييس  محمد لعل احمدي بيا د وژل شويو وسله والو شمېره لوړه ښيي او زياتوي، چې شاوخوا ٤٠ تنه د خپلو ماينونو په چاودنو او جګړه کې وژل شوي دي.

 د احمدي په وينا، په دې عملياتو کې د موسى کلا اوسېدونکى ملا اختر محمد ، چې د ماين جوړولو لوى مسلکي و، له خپلو څلورو ماين جوړونکو ملګرو سره وژل شوى دى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په سنګين، موسى كلا، نوزاد او نادعلي ولسواليو كې   ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

 د هلمند په سنګين کې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې جګړه روانه ده، څو ورځې مخکې چارواکو ويلي و، چې د سنګين واک يې اخيستى او وسله وال له سيمې په وتلو دى.