Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې دولتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فيض اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): سيمه ييزو چارواکو په بدخشان ولايت کې وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو طالبان بيا وايي، چې لسګونه دولتي سرتېري يې وژلي او ١٢ نور يې يرغمل کړي دي.

دغه مرګ ژوبله په وردوج ولسوالۍ کې د هندوکش په نوم د عملياتو په ترڅ کې کې رامنځ ته شوې ده.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې تېره ورځ په باشند سيمه کې د عامه نظم او سرحدي پوليس د طالبانو له کمين سره مخ شول، چې په ترڅ کې يې دېرش سرحدي او د عامه نظم پوليس وژل شوي، ټپيان او نيول شوي دي.

نوموړي پوليسو ته اوښتې کره مرګ ژوبله ونه ښوده او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې په دې نښته کې مقابل لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېره به يې وروسته معلومه شي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه کمين کې يې ٢٥ دولتي سرتېري وژلي او ٣٠ نور يې ټپيان کړي دي.

د مجاهد له خوا پژواک ته په رالېږلي برېښنا ليک کې ويل شوي، چې د باشند سيمې په نښته کې يې د اربکيانو د قوماندان په ګډون ١٢ تنه نيولي هم دي او دغه راز ١٤ پوځي موټر د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

مجاهد په دې پېښه کې يوازې د دريو طالبانو وژل کېدل منلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې په وردوج ولسوالۍ کې د هندوکش په نوم د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ٢٤ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شوى و، خو طالبانو ادعا کوله، چې په دې نښته کې يې د دوو قوماندانو په ګډون ٢٥ دولتي سرتېري وژلي او ٢٨ نور ټپيان شوي دي.

شل ورځې وړاندې د ملي اردو لومړۍ ١٧ سوه کسيزه فرقه، په بدخشان کې له مخالفينو سره د مقابلې په موخه ځاى پر ځاى شوې او له دريو ورځو راپه دېخوا يې په وردوج او شاوخوا ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا، د عملياتو له پيله تر اوسه يې له پنځوسو زيات وسله وال مخالفين د وردوج په بېلابېلو سيمو کې وژلي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.

د وژل شوو په ډله کې د فتح الله په نوم يو تاجکستانى او د قاري سليم په نوم يو داخلي قوماندان هم شامل دي.

د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزير بسم الله محمد د يوه پلاوي په مشرۍ د وردوج له ولسوالۍ ليدنه وکړه او د قومي مشرانو او سپين ږېرو په يوه غونډه کې يې له وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د سولې دروازې د دوى پر مخ پرانيستې او که چېرې يې جګړې ته دوام ورکړ نو وبه ځپل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.