مزار شريف (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): په مزارشريف کې د سولې اونۍ په مناسبت د لوړپوړو دولتي چارواکو او مدني بنسټونو ترمنځ په يوه ګردي مېز کې د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ټينګار وشو.
دغه ګردى مېز “د افغانستان تعاون مرکز” له لوري په لاره اچول شوى و، چې د سولې، انتقالي عدالت، ټاکنو او امنيت پر مسايلو په کې بحث وشو.
په دې ناسته کې د بلخ مرستيال والي عبدالظاهر وحدت وويل، دولت دنده لري چې افغانانو ته د رايې ورکولو او اخيستلو او د رڼو ټاکنو زمينه برابره کړي.
هغه زياته کړه، افغان سرتېري د هېوادپالنې له امله د امنيتي ځواکونو ليکو ته نه دي ورغلي، بلکې د بې کارۍ له امله اړ شوي، چې دغه کار ته مخه کړي.
نوموړي له حکومت غوښتنه وکړه، چې دغې ستونزې ته پام وکړي او خلک د هېوادپالنې په موخه امنيتي ځواکونو ته د ورتلو لپاره وهڅوي.
د بلخ مرستيال والي د سولې پر روان بهير نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دا پروسه بيا کتنې ته اړتيا لري.
هغه وايي: “تراوسه پورې حکومت دښمن ته د سولې لپاره زارۍ وکړې، خو دې کار پايله ورنه کړه؛ افغانان سولې ته اړتيا لري او حکومت بايد دښمن د زور له لارې اړ کړي، چې سولې ته غاړه کېږدي.”
د بلخ د ولايتي شورا مشر وويل، چې له حکومت او د ملي شورا له غړو خلک په تنګ شوي، هغوى له خلکو د سياسي معاملو په ترڅ کې ناوړه ګټه اخلي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د بدلون په موخه سالمو خلکو ته رايه ورکړي.
د شمال زون د بشر حقونو رييس په ياد ګردي مېز کې څرګنده کړه، تر هغه چې عدالت او قانون پلي شوي نه وي، حقيقي سولې ته لاسرسى ناشونى دى.
د ده په وينا، د سولې راتګ ٦٠ سلنه په عدلي او قضايي ارګانونو پورې اړه لري؛ دغه ادارې د خلکو او دولت ترمنځ رامنځ ته شوى واټن د قانون پلي کېدو له لارې لرې کولى شي او کله چې دغه واټن لري شو، باور رامنځ ته کېږي او سولې ته لار هوارېږي.
د يوناما استازي بارز بيا وويل، چې دوى د افغانستان د راتلونکو ټاکنو ملاتړ په مشروط ډول کوي.
هغه د ټاکنو روڼتيا، په دې بهير کې د ټولو افغانانوګډون او د افغانانو له لوري يې مديريت ياد شرطونه وګڼل.
د ده په وينا، د يوناما رول به په راتلونکو ټاکنو کې له افغانستان سره د نړيوالو سياسي، تخنيکي او مالي مرستو همغږي کول وي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري، د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل پوره چمتووالى وښود او زياته يې کړه، د تېرو ټاکنو په پرتله د راروانو ټاکنو لپاره حالات ډېر ډاډمن دي.
د هغه په خبره، په تېرو ټاکنو کې په بلخ کې د ټاکنو ١٨ مرکزونه له لوړ ګواښ، ٣١ مرکونه له منځني ګواښ سره مخ وو؛ خو په راروانو ټاکنو کې په ٣١٩ مرکزونه کې يواځې ١١ يې له منخني ګواښ سره مخ دي، چې تر راتلونکي پسرلي پورې به دغه ګواښونه هم له منځه يوسي.
د بلخ د ښځو چارو رييسې بيا په ياد بحث کې د ټاکنو په روان بهير کې د ښځو ګډون کم رنګه وباله او زياته يې کړه، که حکومت او د ټاکنو کميسيون د ښځو د ګډون د ډېروالي لپاره هراړخيزي هڅې ونه کړي، نو هغه پايله به ونه لري، څنګه چې په کار ده.