Language

ملي امنيت کونړ کې ځانمرګى نيولى

کابل-جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې موظفينو يې په کونړ ولايت کې يو ځانمرګى نيولى دى.

په کابل کې د ياد رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت منسوبينو د اوپراتيفي اطلاعاتو له مخې ياد ځانمرګى بريدګر د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، چې نيول شوى تن خلوت نومېږي او په عمار مشهور دى،  د غريب الله زوی او د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي  هوډ درلود، څو د کونړ د وټه پور ولسوالۍ پر بېز ځانمرګی بريد ترسره کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو.

د ملي امنيت سرچينې وايي، چې نوموړي د لومړنيو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې د نور اکبر مشهور په (وفادار) او عبدالباقي مشهور په (خالد)، چې طالب قوماندانان دي، له خوا د طالبانو ډلې ته جذب شوى و.

خلوت په خپلو اعترافاتو کې زياته کړې، چې د ډيورنډ پولې پورې غاړه ته يې ترهګريزې زده کړې کړې او د ځانمرګي بريد د موخې لپاره دلته رالېږل شوى و.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د عملياتو پر مهال څلور وسله وال او دوه هغه دولتي موټر نيول شوي چې وسله والو څه موده مخکې تښتولي وو.

 

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمو کې د شاهين ١٨ په نوم تصفيوي عمليات پيل شوي چې له امله يې ګڼ شمېر مهمات نيول شوي دي.

دى وايي، چې څه موده مخکې د روداتو په کابل کيمپ سيمه کې وسله والو د لويو لارو د پوليسو يو رېنجر موټر د يوه بريد په پايله کې تښتولى و.

 

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو دغه موټر بيا بټي کوټ ولسوالۍ ته بيولى، چې تېره ورځ د علمياتو پر مهال د ولسوالۍ له يوه بل تښتول شوي موټر سره ونيول شو.

 

بلخوا د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عملياتو په جريان کې څلور وسله وال مخالفين هم نيول شوي دي.

 

هاتفي وايي: ((يو ٨٢ ميلي متري توپ، دوه ميله کلاشينکوف،١٠ حلقې ماينونه او ګڼ نور چاوديدونکي توکي نيول شوي دي.))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.