جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو روان چاڼيز عمليات بريالي بولي خو زياتوي چې که پوستې ځاى پر ځاى نه شي، نو تر عملياتو وروسته به مخالفين يو ځل بيا فعاليت پيل کړي.
دوى وايي، که له عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى شي، نو وسله وال به بيا جرئت ونه کړي چې په بټي کوټ کې ناامنۍ رامنځته کړي.
بټي کوټ چې د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، له تېر يو کال راهيسې يې امنيت خراب شوى، هره ورځ ترې د نا امنيو راپورونه ورکول کېدل او وسله والو به پر لويې لارې پر امنيتي ځواکونو او پوستو بريدونه کول.
له تېرو څو ورځو راهيسې د ملي اردو ځواکونو پر مشرۍ ملي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د شاهين ١٨ په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي او ګڼ شمېر سيمې يې له مخالفينو پاکې کړې دي.
د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک نصيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا هم په بټي کوټ کې د ملي اردو او نورو ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري عمليات شوي، خو کله به چې ځواکونه له سيمې ووتل نو وسله وال بيا د بټي کوټ پر ډېرو سيمو واکمن شول.
نوموړى وايي، بټي کوټ يوه ځنګل زاره سيمه ده او د وسله والو فعاليت ته په کې ډېره ښه زمينه برابره ده چې بايد دولت يې د مخنيوي لپاره د ملي اردو او يا هم د سيمه ييزو پوليسو پوستې ځاى پر ځاى کړي.
هغه زياته کړه: ((پخوا چې په کومو سيمو کې پوستې موجودې وې، هلته بايد پوستې فعالې شي، ځکه همدا د دولت تعميرات دي چې وسله وال په کې اوسي.))
ملک نصيب زياتوي، چې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري له دوى سره د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو ژمنه هم شوې، خو تر اوسه نه ده پر ځاى شوې.
د ده په خبره، په بټي کوټ کې به سيمه ييز پوليس له بلې هرې امنيتي ډلې ډېره ښه نتيجه ورکړي، ځکه چې سيمه ييز پوليس د هماغې سيمې اوسېدونکي وي او هر هغه ورانکارى چې هلته فعاليت کوي، ورته معلوم وي.
قومي مشر حاجي طيب هم ورته خبره کوي او وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې هغه وخت امنيت تامينېدلى شي چې د يادې ولسوالۍ په نا امنو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې ځاى پر ځاى نه شي.
ده زياته کړه: ((که ملي اردو له سيمې ووځي نو بيا وسله وال راځي، د ولسوالۍ پوليس خو لاندې چهاردهي، امبرخانې او نورو سيمو ته نه شي ښکته کېدلى.))
د ملک طيب په وينا، که افغان دولت غواړي راتلونکې ټاکنې ترسره شي نو بټي کوټ چې اوس مهال د نا امنيو ځاله ده او ډېرى وخت له همدغه ځايه پلانونه جوړېږي، بايد د وسله والو له شتونه يې پاکه کړي.
ياد ملک زياتوي، چې د يادې ولسوالۍ سلګونه کورونۍ د نا امنۍ له امله نورو سيمو ته کډه شوې دي.
نوموړى په بټي کوټ کې د امنيت د راوستولو ښه لاره سيمه ييز پوليس ګڼي او زياتوي، که چېرې سيمه ييز پوليس په ياده ولسوالۍ کې فعال شي نو بهرني وسله وال به ونه شي کولى په بټي کوټ کې فعاليت وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ څو ځلې له چارواکو سره دا خبرې شريکې کړي، چې په بټي کوټ کې سيمه ييز پوليس فعاله کړي، مګر هېڅ چا هم زموږ غږ نه دى اورېدلى.))
د بټي کوټ د باريکاب قومي مشر حاجي محب الله پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې له باريکاب، مشواڼو او لاچپور څخه له زرو زياتې کورنۍ کډې کولو ته مجبورې شوې دي.
د ده په وينا، شاوخوا ٩٠٠ کورنۍ د ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو او له ٢٥٠ څخه زياتې کابل او نورو ګاونډيو ولايتونو ته کډې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((اکثره کورنۍ د بړو ډاګ، حصارشاهي ډاګ، ګردي کڅ، تګاب کيمپ، بهسودو زنګويي او يو شمېر نورو سيمو ته کډه شوې دي.))
حاجي محب الله وايي، که چېرې د ننګرهار ولايتي اداره وروسته له عملياتو په نا امنو سيمو کې د ملي پوليسو او يا هم د سيمه ييزو پوليسو پوستې فعالې کړي نو ښايي امنيتي ستونزې راکمې شي.
نوموړي وويل، چې هره ورځ د تورخم- جلال اباد پر لويه لار د بټي کوټ ولسوالۍ په سيمه کې جګړه وي.
دى وايي: ((نورې سيمې څه کوې، چې هره ورځ په سړک نښته وي، بايد جرړې د وسله والو ختمې شي، چې سيمه ييز پوليس يې ښه لاره ده.))
د سيمې يو بل اوسېدونکى ډاکټر علي خان وايي، چې د بټي کوټ له ټولو نا امنو سيمو څخه وسله وال وتلي دي او ملي اردو په ډېر خلاص مټ چاڼيز عمليات کوي.
ډاکټر علي خان زياتوي، که چېرې د دې ولسوالۍ امنيت ساتلو لپاره پلانونه په لاره واچول شي نو هغه کډوالې شوې کورنۍ چې نورو سيمو ته تللې بېرته به خپلو کورونو ته راشي.
بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي وايي، چې له څو ورځو راهيسې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمو کې د شاهين ١٨ په نوم تصفيوي عمليات پيل شوي او پر مهال يې ګڼ مهمات نيول شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د دوى عمليات ډېر په برياليتوب سره روان دي او د بټي کوټ ولسوالي چې يوه مهمه او ستراتيژيکه ولسوالي ده، ډېر ژر به د وسله والو له ګواښه خلاصه شي.
ده وويل: ((موږ په ډېر کم وخت کې په دې ولسوالۍ کې ګڼې لاسته راوړنې لرو او د دې ولسوالۍ د امنيت لپاره موقوي پلان جوړ کړى دى.))
د معصوم خان په وينا، چې د بټي کوټ ولسوالۍ امنيت د دوى لپاره ډېر مهم دى او له هرې لارې چې کېږي د دې ولسوالۍ امنيت به ښه کوي او د وسله والو له ګواښه به يې خلاصوي.
بلخوا د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي هم پژواک اژانس ته وويل، چې عمليات يې ډېر په برياليتوب روان دي او په دې ولسوالۍ کې د امنيت راوستلو لپاره يو پلان لري چې نه غواړي په رسنيو کې يې افشا کړي.