غزني ښار (پژواک ۲۹ وږی ۹۲): د ملي اردو ځواکونه وايي، چې په غزني ولايت کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د شپږو قوماندانانو په ګډون ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د غزني په ګيرو، قره باغ او اندړو ولسواليو کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د شپږو قوماندانانو په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
سلطاني وايي، چې ياد قوماندانان په ګيرو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وژل شوي او د جسدونه يې هم له دوى سره دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.
بلخوا وسله وال طالبان وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پر مهال ۳ د ملي اردو سرتېری وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د سيمې اوسېدونکي هم پر ملي اردو چاودنه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن