Language

لښکرګاه کې پر  بهرنيو ځواکونو بريد شوى

لښکرګاه (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر بهرنيو ځواکونو  بريد شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر د لښکرګاه د دوه لارې په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د سړک غاړې چاودنه شوې ده.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

خو د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه بهرني سرتيري ټپيان شوي دي.

وسله وال طالبان بيا وايي، چې پرون يې د لښکرګاه په دوه لارې کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد کړى دى.

د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد د يوه کرولا موټر په وسيله د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوى چې له امله يې ١٨ بهرني سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.