اسلام اباد (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سبا د شنبې په ورځ د طالبانو بندي چارواکی ملا برادر خوشې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وږي په ۲۹مه، په یوه خپره شوې مختصره خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملا برادر د افغانستان دسولې د پرمختګ په موخه خوشې کوي.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، چې ملابرادر خوشې کوي، خو افغانستان ته یې نه سپاري.
هغه زياته کړې وه ، چې ملا برادر د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کېږي، خو که چېرې نوموړى افغان حکومت ته وسپارل شو، نو دا پروسه سبوتاژ کېداى شي.
سرتاج عزيز ويلي وو: ((ملا برادر به تر خوشې کېدو وروسته په پاکستان کې وي، بيا به هغه په خپله پرېکړه کوي، چې چېرته ځي او له کوم ځايه د سولې له پروسې سره ښه مرسته کولى شي.))
د يادونې ده، افغان حکومت له ډېره پخوا د طالبانو د پخواني مرستيال مشر ملا برادر د خوشې کېدلو غوښتنه کوله.
که څه هم پاکستان تر اوسه ٣٣ طالب بنديان خوشې کړي، خو تر اوسه يې ملا برادر نه و خوشې کړى.
پرون په کابل کې ځينو رسنيو د ملا برادر د خوشې کېدو راپور ورکړى و او ويلي وو چې هغه سخت ناروغه او په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
ملا عبدالغني برادر د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نيول شوى و.
که څه هم د هغه د نيول کېدو لامل نه دى معلوم، خو افغان چارواکي وايي چې هغه له کابل سره د سولې د خبرو اترو د پيلولو په تور نيول شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP