Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار ( پژواک ۲۹ وږی ۹۲ )  پخوانی جهادي قوماندان او د خوست ولایت یو تن قومي مشر ناظم ځدراڼ نن تر غرمې وروسته د خوست ښار په مرکزي جامع جومات کې ووژل شو.

 

دا پېښه د خوست په ښار کې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه، د خوست په لوى جامع جومات کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ناظم ځدراڼ پر لمونځ ولاړ و.

د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ د وږي په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناظم ځدراڼ د جومات په دويم پوړ کې د يوه وسله وال کس له لوري په داسې حال کې پر سر وويشتل شو، چې هغه له لمانځه سلام وګرځولو.

دی وایي چې له ډز سره سم په جومات کې ګډوډي جوړه شوې او برید کوونکي په همدې ګډوډۍ کې په تیښته بریالی شوی دی.

ناظم ځدراڼ د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى  و او ويل کيږي، چې نوموړى د پخواني شوري پر خلاف د افغان جهاد پر مهال د خوست مخکښې جهادي قوماندان و.

نوموړى د افغان حکومت کلک ملاتړى و او  په تېرو کلونو کې نا معلومو وسله والو څو ځلې پرې وسله وال بريدونه او بمي چاودنې ترسره کړي وو .

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.