ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات _ اسلام کلا لارې د امنيت مرستيال ووژل شو

د هرات _ اسلام کلا لارې د امنيت مرستيال ووژل شو

author avatar
21 Sep 2013 - 18:10
د هرات _ اسلام کلا لارې د امنيت مرستيال ووژل شو
author avatar
21 Sep 2013 - 18:10

هرات ( پژواک ٣٠ وږى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د هرات اسلام کلا لارې د امنيت مرستيال حاجي محمد داوود د وسله والو په کمين کې ووژل شو.

  د امينه قوماندانۍ وياند سموال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، چې ياده پېښه نن له غرمې وروسته د احمد اباد په سيمه کې رامنځ ته شوه.

نوموړى وايي، چې حاجي محمد داوود لومړى په بريد کې له خپل يوه ساتونکي سره ټپي شو، خو وروسته يې روغتون ته پر لاره سا ورکړه.

احمدي زياتوي، چې د نوموړي ساتونکى په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې جګړه هم شوې، چې په کې بريد کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو ده يې کره شمېره ونه ښوده.

 د سيمې اوسېدونکي او عيني شاهد حاجي مقبل پژواک ته وويل، پېښه د هرات اسلام کلا په لاره احمد اباد کلي کې رامنځته شوه.

د ده په خبره، چې څو تنو وسله والو د سړک پر غاړه کمين نيولی و، کله چې د پوليسو د دغه افسر موټر له سړکه تېريده ډزې يې پرې وکړې، وروسته امبولانسونه راغلل او ټپيان يې پورته کړل.

 د يو بل خبر  له مخې، تېره ورځ د هرات شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک جوړولو په کارکونکو

بريد شوى، يو تن په کې وژل شوى او دوه تنه ټپيان دي.

 يوې امنيتي سرچنې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، پرون مازيګر د شينډنډ په عزيز اباد کې د سړک پر کارګرو بريد وشو.

 سرچينه وايي، چې د پېښې ټپيان سمدستي روغتون ته ولېږدول شول او اوس تر درملنې لاندې دي.

  طالب وياند قاری يوسف احمدي د هرات اسلام کلا لارې پر مرستيال د بريد مسووليت پر غاړه واخيست  او زياته يې کړه، چې درې کسان يې وژلي او موټر يې ويجاړ شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.