Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شپږ امنيتي سرتېري د طالبانو له بنده خلاص شول

فيض اباد(پژواک ٣٠ وږى ٩٢): شپږ امنيتي سرتيري ، چې دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا نيول شوي وو، نن را خلاص شول.

سيمه ييزو چارواکو د وږى په ٢٨ مه پژواک ته دبدخشان  په وردوج ولسوالۍ کې  د ٢٠ دولتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

د ياد ولايت د چارواکو دمعلوماتو له مخي، ياد سرتيري د ملي اردو، سرحدي او عامه نظم پوليس سرتېري وو، چې دوردوج ولسوالۍ په باشند سيمه کې د طالبان دکمين په ترڅ کې وژل شوي وو.

سرچينې همدراز ويلي و، چې په دې پېښه کې ١٢ سرتېري ټپيان شوي او ځينې نور دطالبانو له خوا ژوندي نيول شوي دي.

خو د وردوج ولسوال دولت محمد خاور نن (٣٠ وږى)  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سرتېري دسيمې دخلکو په منځګړيتوب او دامنيتي ځواکونو په هڅه دطالبانو له بند څخه راخلاص شوي دي.

 سرچينې زياته کړه، چې ياد شپږ تنه له ښه روغتيايي حالت څخه برخمن او بيرته دامنيتي ځواکونو په ليکو کې خپلو دندو ته ادامه ورکوي، خو اندېښنه يې څرګنده کړه، چې دمخالفينو په ليکو کې تاجکستانې وګړي هم شتون لري؛ چې د يادې ولسوالۍ په صوفيان او باشند سيمو کې د څېرو په بدلولو سره ازادانه فعاليت لري.

ولسوال له سيمه ييزو چارواکو او مرکزي دولت څخه وغوښتل، ترڅو ديادو سيمو دتصفيې لپاره د وسله والو مخالفينو پرضد چاڼېز علميات ترسره کړي.

 طالبانو تر اوسه ديادو سرتېرو د خوشې کولو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دو ورځې وړاندې ادعا کړې وه، چې په دغه کمين کې يې ٢٥ دولتي سرتېري وژلي او ٣٠ نور يې ټپيان کړي دي.

 د طالبانو د وياند له لوري پژواک ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويل شوي ، چې د باشند سيمې په نښته کې يې د اربکيانو د قوماندان په ګډون ١٢ تنه نيولي هم دي او دغه راز ١٤ پوځي موټر د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

مجاهد په دغه پېښه کې يواځې د درېيو طالبانو وژل کېدل منلي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې په وردوج ولسوالۍ کې د هندوکش په نوم د ملي اردو کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ٢٤ وسله والو مخالفينو له وژلو خبر ورکړل شوى و، خو طالبانو ادعا کوله، چې په دغه نښته کې يې د دوو قوماندانو په ګډون ٢٥ دولتي سرتېري وژلي او ٢٨  نور ټپيان شوي دي.

 

 درې اونۍ وړاندې د ملي اردو لومړۍ ١٧ سوه نفري فرقه، په بدخشان کې له مخالفينو سره د مقابلې په موخه ځاى پر ځاى شوې او له درېيو ورځو راهيسې يې په وردوج او شاوخوا ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.