جلال اباد(پژواک٣٠وږى٩٢) : چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري د شاهين ١٨ عمليات، چې څو ورځې وړاندې پيل شوي وو،پاى ته ورسېدل.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورم نمبر پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په عملياتو کې د بټي کوټ ولسوالۍ هغه ناامنه سيمې، چې وسله والو په کې پراخ شتون درلود ، په بشپړه توګه پاکې کړې.
ده وويل : (( امبر خانه،لاچپور، تکيه، چهاردهي او داسې نورې سيمې په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې.))
جګړن شيرين اقا زياتوي،په عملياتو کې يې يوولس عرادې موټرسايکلونه،٤ميله کلاشينکوفونه،١ ميل ٨٢ توپ،٤ ميله تومانچې او لسګونه حلقې ماينونه نيولي دي.
نوموړى وايي، د لويو لارو پوليسو يو رېنجر موټر چې څه موده وړاندې وسله والو نيولى و، هم بيرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغى او يو هايلکس موټر، چې هغه هم د دولت اړوند و، دوى نيولى دى.
دى زياتوي: (( يو ډاټسن موټر چې د چاوديدونکو توکو ډک و، هم نيول شوى او درې کرولا موټر، چې وسله والو ترې استفاده کوله، هم زموږ لاسته راغلي دي. ))
د څلورمې پلې لوا وياند وايي، چې په يادو عملياتو کې يې دوه وسله وال مخالفين له وسلو سره يوځاى نيولي او لس نور مشکوک کسان هم نيول شوي، چې دا مهال تر پوښتنو ګرويږنو لاندې دي.
جګړن شيرين اقا وايي، پرون له چاودېدونکو توکو ډک يو سراچه موټر، چې غوښتل يې د ملي اردو پر کاروان بريد وکړي ، په سره رود ولسوالۍ کې نيول شوى دى.
د بټي کوټ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات کامياب بولي او وايي، چې اوس مهال يې وسله وال مخالفين له يادې ولسوالۍ وېستلي دي.
خو هغوى اندېښنه لري، چې که پوستې ځاى پر ځاى نه شي، نو تر عملياتو وروسته به مخالفين يو ځل بيا فعاليت پيل کړي.
دوى وايي، که له عملياتو وروسته سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى شي، نو وسله وال به بيا جرئت ونه کړي، چې په بټي کوټ کې ناامنۍ رامنځته کړي.
د يادې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک نصيب پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا هم په بټي کوټ کې د افغان ځواکونو له لوري عمليات شوي، خو کله چې له سيمې ووتل ، نو وسله وال بېرته حاکم شول.
نوموړى وايي، بټي کوټ يوه ځنګل زاره سيمه ده او د وسله والو فعاليت ته په کې ډېره ښه زمينه برابره ده، چې بايد دولت يې د مخنيوي لپاره د ملي اردو او يا هم د سيمه ييزو پوليسو پوستې ځاى پر ځاى کړي.
هغه زياته کړه :(( پخوا چې په کومو سيمو کې پوستې موجودې وې، هلته بايد پوستې فعاله شي، ځکه همدا د دولت تعميرات دي ، چې وسله وال په کې اوسيږي.))
ملک نصيب زياتوي، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ له لوري له دوى سره د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو ژمنه هم شوې، خو تر اوسه نه دي فعال شوي.
د ده په خبره، په بټي کوټ کې به سيمه ييز پوليس له بلې هرې امنيتي ډلې ډېره ښه نتيجه ورکړي، ځکه چې سيمه ييز پوليس د هماغې سيمې اوسېدونکي وي او هر هغه ورانکارى، چې هلته فعاليت کوي، ورته معلوم وي.
دى وايي: (( ما د سيمه ييزو پوليسو خبره کړې وه، اوس له ويرې نه شم تلى بټي کوټ ته، ځکه وسله وال مې وژني. ))
ملک نصيب پر امنيتي چارواکو غږ کوي، چې په بټي کوټ کې دې د امنيتي ځواکونو پوستې ځاى پر ځاى کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
بټي کوټ د جلال اباد–تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، له تېر يوه کال راهيسې يې امنيت خراب شوى، هره ورځ ترې د نا امنيو راپورونه ورکول کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP