جلال اباد (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال وايي، چې ملا برادر د دوى د هلو ځلو په پايله کې خوشې شوى، خو له پاکستان څخه يې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره د هغه پته وښيي.
د طالبانو د مشر ملا محمدعمر مرستيال ملا عبدالغني برادر چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د پاکستان له خوا زنداني و، پرون خوشى شوى، خو افغانستان ته ونه سپارل شو.
پاکستان ويلي، چې ملا برادر يې د افغانستان د سولې د پرمختګ لپاره خوشى کړى، خو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې هغه د دوى د هلو ځلو په پايله کې خوشى شوى دى.
د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاء الله لودين د وږي په ٣١مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې د دوى په ډېر ټينګار او غوښتنې سره ملا عبدالغني برادر خوشى شوى او هيله يې څرګنده کړه چې د سولې په برخه کې به د هغه هڅې ګټورې وي.
دى وايي، ملا برادر چې اوس راخوشى شوى بايد يو جوت او ښکاره ادرس ولري، تر څو د سولې عالي شورا ورته لاسرسى پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ په قطر کې هم د سولې د خبرو لپاره د دفتر د پرانيستل کېدو ملاتړ کړى و، خو دا دفتر د ځينو ستونزو له امله وتړل شو.))
مولوي لودين وايي، که چېرې ملا برادر افغانستان ته سپارل شوى واى نو ډېره به ښه وه، خو دا چې د نوموړي روغتيايي حالت يو څه خراب دى، نو لومړى به هغه له خپلې کورنۍ سره يو ځاى کېږي او له هغه وروسته دوى هيله لري چې نوموړى يو ښکاره ادرس ولري.
لودين د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ملا برادر به يو ځل بيا د جګړې ليکو ته ولاړ نه شي؟ وويل: ((موږ له پاکستانه غوښتي، چې دې ته زمينه برابره نه کړي چې بيا نوموړى د جګړې ليکو ته ولاړ شي، او موږ هيله لرو چې دا ډول کار به نه کېږي.))
د هغه په وينا، دوى اوس هم زمينه سازي کوي چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې يو ځانګړى دفتر وسله والو ته پرانيزو او د خبرو مېز ته سره کېني.
نوموړى وايي، که چېرې د خبرو مېز ته سره کېني نو د وسله والو لومړۍ غوښتنه به همدا وي چې د هېواد دننه کوم وسله وال بنديان دي بايد خوشي شي.
ده زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې هم همکارۍ ته ژمن يو.))
مولوي عطاءالله لودين وايي، چې په افغانستان کې نړيواله ټولنه، سيمه ييز هېوادونه او يو شمېر اشخاص نه غواړي چې سوله رامنځته شي او د خپلو شخصي اغراضو په خاطر يې دلته جنګ ګرم ساتلى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره درې ډلې دلچسپي لري، يوه ډله يې په هېواد او نظام کې دننه اشخاص دي چې د خپلو ګټو لپاره د جنګ دوام غواړي.
دى وايي، چې ځيني ګاونډي هېوادونه هم د خپلو ګټو لپاره جګړې ته ادامه ورکوي او دريمه ډله يې نړيوال قدرتونه چې د خپلو اغراضو او ګټو لپاره سوله نه غواړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې له ٤٠ زيات هېوادونه دلته راغلي، دوى د اسلامي حکومت د قايمېدو لپاره نه دي راغلي، دوى خپلې مذهبي، سياسي، اقتصادي او کلتوري ګټې لري.))
نوموړى وايي، تر څو چې افغانان د سولې په ارزښت نه وي پوهېدلي او د پرديو لاسونه يې نه وي لنډ کړي په هېواد کې سوله تر پوښتنې لاندې ده.
د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي لودين وايي، يو شمېر اشخاص غواړي چې اوسنى نظام ړنګ او پر ځاى دې بل نظام رامنځته شي، چې دغه غوښتنه ډېره غېرې منطقي ده.
ده وويل: ((څوک به د دې تضمين ورکړي چې بيا به پخوانۍ ګډوډي نه رامنځته کېږي اوس خو موږ يو مرکزي حکومت لرو کنه))
هغه زياتوي، چې په هېڅ صورت اوسنى حکومت سقوط نه کوي او هر هغه څوک چې د دې کړنې غوښتونکى وي دا بې ځايه ده.
دى وايي، چې دوى د متوازنې سولې غوښتونکي دي او هر کله که يووالى رامنځته شي نو بيا د نړېوالې ټولنې شتون ته هېڅ اړتيا نشته.
نوموړي د افغانستان اوسنى نظام يو فاسد نظام وباله او ويې ويل، چې بايد د يادې شومې پديدې په برخه کې کلکه مبارزه وکړو.
نوموړى پر ټولو هېوادوالو او وسله والو غږ کوي چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او د هېواد راتلونکى ولسمشر دې له خپلې خوښې سره سم وټاکي.
لودين وايي: ((د دولت مخالفه ډله چې اوس موجوده ده که چېرې په ټاکنو کې برخه واخلي ښايي د همدوى په خوښه حکومت رامنځته شي.))
د سولې عالي شورا مرستيال وايي، چې يواځېنۍ لار د سولې لار ده او که چېرې سوله رامنځته نه شي نو په هېڅ صورت ثبات نه رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP