غزني ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۲) :په غزني کې د ولايتي روغتون چارواکي وايي، چې دوى ته د يوې مېرمنې جسد او بله په ټپي حالت کې وروړل شوې ده.
د غزني ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده مېرمن نن مازيګر د خپل خاوند له خوا په ډزو وژل شوې ده.
ده زياته کړه، د ډزو پرمهال د يادې مېرمنې مور هم ټپې شوې ده، چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د وژل شوې نجلۍ ورور، پژواک اژانس ته وویل،چې خور يې د دوى په کور کې وه او يو ناڅاپه يې د خور خاوند کور ته ورننوت او پر ډزو يې پيل وکړ.
هغه وايي، په دغه پېښه کې يې خور وژل شوې او مور يې ټپي ده.
د ده په وينا، د خور خاوند يې د پېښې له ځايه په تېښته بريالى شوى دى.
د يادولو ده، چې په روان کال کې تراوسه پورې په غزني کې د کورني تاوتریخوالي له امله نږدې پنځه مېرمنې وژل شوې دي.