Language

پنجشېر کې يو کلينيک جوړ او د دوو پروژو کار پيل شو

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٢): په پنجشېر کې د يوه کلينيک ودانۍ جوړه شوه او د يوې لېسې د ودانۍ او جمنازيوم د جوړولو کار پيل شو.

د دغه ولايت د عنابې ولسوال غلام حسين غياثي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په سراج دره کې د يوه روغتيايي کلينيک نوې جوړه شوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دى وايي، چې دغه يوه پوړيزه ودانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په ١٦٦ زره امريکايي ډالره مرسته جوړه شوې ده.

د غياثي په وينا، له دغه کلينيک څخه چې د داخلې په برخه کې له بستر پرته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د شاوخوا سيمو لس زره کورنۍ ګټه پورته کوي.

هغه وايي، چې دغه کلينيک تر اوسه په کرايي خونو کې فعاليت درلود.

بلخوا د دې ولسوالۍ په مرکز کې د يوې لېسې د ودانۍ جوړولو کار پيل شو.

غلام حسين غياثي وايي، چې دغه ودانۍ هم له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په ٢٠ ميليونه افغانۍ مرسته جوړېږي چې ٢٤ درسي او يو شمېر نورې اړينې خونې به ولري.

دغه راز د عنابې په دشتک سيمه کې سرپټى جمنازيوم هم جوړېږي.

غياثي وايي، چې دغه جمنازيوم په يو جريب ځمکه کې جوړيږي او د دې پروژې ٢٦ ميليونه افغانۍ لګښت هم له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ورکوي.

د پنجشنېر په مرکز کې شاوخوا دوه کاله مخکې د يو لوى جمنازيوم د جوړولو کار پيل شوى خو تر اوسه نه دى بشپړ. د دې پروژې ٥ ميليون امريکايي ډالره لګښت د امريکا متحده ايالتونه ورکوي.