ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات محبس سلګونه بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى

د هرات محبس سلګونه بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى

author avatar
23 Sep 2013 - 16:44
د هرات محبس سلګونه بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى
author avatar
23 Sep 2013 - 16:44

هرات (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د هرات په محبس کې سلګونه سياسي بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى  او يو شمېر پوليس يې هم له ځان سره بنديان کړي دي.

 د ولايتي شورا غړي تورمحمد ظريفي د تلې په لومړۍ پژواک ته وويل، چې په دغه اعتصاب کې تر څلور سوه زيات سياسي بنديان برخه لري.

 د نوموړي په وينا، بنديان غوښتنه کوي، چې د ولسمشر د وروستي فرمان له مخې بايد له بنده خوشې شي او هم دې به محبس کې د ژوند مناسب شرايط ورته برابر شي.

 د ظريفي په وينا، د هرات د محبس د بنديانو خونې تنګي دي او اوسمهال په درې کسيزه کوټه کې لس تنه اوسېږي.

 د ده په وينا، بنديانو پرون اعتصاب پيل کړى، د لومړي او شپږم بلاک واک يې اخيستى او يو شمېر پوليس يې هم له ځان سره بنديان کړي دي.

 د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي له دې پېښې ناخبري ښيي.

  د هرات د سولې شورا د دفتر رييس مولوي غلام سرور هم ومنله، چې بنديانو اعتصاب کړى خو له دې يې ناخبري وښوده، چې ولې يې اعتصاب کړى دى.

د سولې شورا مشر وايي، د حالت د معلومولو لپاره يې محبس ته پلاوى استولى تر څو له چارواکو سره په ګډه ستونزې ته د حل يوه لاره پيدا کړي.

 د هرات په محبس کې اوسمهال شاوخوا ٣٠٠٠ کسه پر بېلابېلو جرمونو تورن بنديان شته، چې ١٥٠ تنه يې مېرمنې دي.

 په دې وروستيو کې د فراه ولايت په محبس کې هم بنديانو اعتصاب کړى و، دوى تور لګاوه، چې ناوړه چلند ورسره کېږي او دوسيې يې ځنډول کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.