Language

د ښاروالۍ له خوا د مزار ښار پاکوالي ته پاملرنه ډېره شوې

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د مزار شريف د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې هره ورځ له ښاره ۲زره مترمکعب کثافات ټولوي او د ښار هره کوڅه په دويمه ورځ يو ځل جارو کېږي.

د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار د ښاروالۍ د پاکوالي رييس عطاالحق عطايي د تلې په لومړۍ نېټه خبريالانو ته وويل، چې د پاکوالي د سيستم د لا چټکتيا په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې سل باطله دانۍ درول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه باطله دانۍ د مسعود، شادايان او د ناصر خسرو په کوڅو او د روضې شاوخوا اېښودل شوې، چې د ښاروالۍ د ځانګړو موټرو په وسيله ترې کثافات وړل کېږي.

د هغه په وينا، ښاروالي د ورځې درې ځلې د ښار پاکاري لري، چې د خلکو د مرستو د ملاتړ په نتيجه کې به يې پايلې لا پسې ښې وي.

عطايي وويل، چې ښاروالي د ښار د پاکوالي په برخه کې پنځوس کار کوونکي او اولس عرادې موټر لري، چې د ښار له بېلابېلو برخو کثافات ټولوي او ټاکلي ځای ته يې رسوي.

نوموړي زياته کړه، چې په يوه ورځ کې ۲زره متر مکعب کثافات له ښاره ټولوي.

د مزارشريف اوسېدونکي وايي، چې ښاروالۍ بايد د ښار د پاکوالي په برخه کې خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

د ښار د دريمې ناحيې اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل، چې لا هم د سړکونو د پليو لارو څنډو ته کثافات پراته وي.

نوموړي زياته کړه، چې د ښاروالي د پاکوالي سيستم په ډېری ځايونو کې د تر سړکونو او د سړکونو تر پياده رو پورې رالنډ وي، چې بايد لاره يې پراخه کړي.

د هغه په وينا، د ښار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي نو بايد ښاروالي د نفوس په نظر کې نيولو سره خپلې کړنې چټکې کړي.

د ښاروالي د پاکوالي رييس عطايي هم مني، چې د خلکو د نفوس په پرتله د دوی امکانات نه دي برابر؛ خو بيا هم هڅه کوي، چې ښار پاک وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې د اړتيا له مخې بايد په مزارشريف ښار کې له دوه سوه څخه ډېر کسان او له پنځوس څخه ډېر موټر د پاکوالي په برخه کې کار وکړي.

د هغه په وينا دوی د شته امکاناتو له لارې هم د ښار د پاکوالي په برخه کې ګړندۍ هڅې کوي.

عطايي وويل، چې د ښار هره کوڅه په دوه ورځو کې يو ځل جارو کېږي او همداراز په هره ناحيه کې چېرې چې کثافات راټولېږي، سيمنټې باطله دانۍ د جوړېدو په حال کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې که چېرې پر شته امکاناتو سربېره عام خلک هم له دوی سره د ښار په پاکوالي کې مرسته وکړي؛ نو تر ډېره به مزارشريف پاک پاتې شي.

Related Topics