Language

ننګرهار کې ٣١ وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢):  په ننګرهار ولايت کې ٣١ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

چارواکي وايي چې  دغو کسانو د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه ترسره کاوه.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د يادو وسله والو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننګرهارکې د ملي امنيت او سولې شورا په هلو ځلو  ياد يو دېرش تنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

نوموړى خوښي ښيي، چې په ننګرهار کې هغه اشخاص چې پخوا يې ورانکاره کړنې ترسره کولې په يوه خوله د سولې له شورا سره يو ځاى شول.

ده زياته کړه: ((زه نن ډېر خوشحاله يم چې زموږ ناراضه وروڼه پوه شول او د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.))

شېرزى پر ټولو وسله والو غږ کوي چې د سولې له پروسې سره دې يو ځاى شي او په راتلونکو ټاکنو کې دې فعاله ونډه واخلي.

بلخوا د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نذير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو کسانو د ننګرهار په اچين، نازيانو او بټي کوټ ولسواليو کې تخريبي اعمال ترسره کول.

نوموړى وايي، چې د دغو په پخلا کېدو کې ورسره د سيمې قومي مشرانو، ملي امنيت رياست او ديني علماوو همکاري کړې وه.

هغه زياته کړه:  ((موږ دغو کسانو ته هر راز مرسته په پام کې نيولې ده او د دوى په سيمو کې به د بيارغونې يو شمېر کوچنۍ او لويې پروژې هم پلې شي.))

د ملک نذير په وينا، چې د سولې اونۍ په وياړ ياد کسان د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي او دوى هر يوه ته د مياشتې معاش په پام کې نيول شوى دى.

نوموړى زياتوي، چې له يادو يو ځاى شوو وسله والو سره ٢٦ ميله درنه اوسپکه وسله هم موجوده وه  چې د ډاياک پرواګرام ته وسپارل شوه.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال محمدشريف امين وايي چې د يادو کسانو په يو ځاى کېدو سره به په سيمه کې امنيتي چارې ښې شي.

نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې له ملي پوليسو سره دې همکاري وکړي تر څو هېواد د ابادۍ پر لور حرکت وکړي.

ده وويل: ((هر څوک بايد د خپلې کورنۍ په خاطر له پوليسو سره مرسته وکړي او وسله وال دې نور له جګړې لاس واخلي.))

نوموړى وايي، چې نور به خپلو کورنيو ته پام کوي او هېڅ افغان به نه ځوروي.

ياده دې وي چې له دغو ٣١ وسله والو سره تر اوسه ټول ٢٠١ تنه مخالفين د سولې له کمېټې سره په ننګرهار کې يوځاى شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په ننګرهار کې دولت ته د خپلو کسانو تسليمېدل رد کړي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.