غزني ښار(پژواک،دتلې لومړۍ نیټه ۹۲) : په غزني ولايت کې د سرې میاشتې دوه روغتیايي کارکوونکي د نا پېژاندو کسانو له خوا تښتول شوي دي.
دغزني دسرې میاشتې ريیس سمیع الله پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې تېره ورځ ناوخته په ریاست پورې اړوند دشمس العارفین په نامه د روغتیايي کلینیک دوه کارکوونکي، چې غوښتل يې خپل کورته لاړ شي، دغزني ښار د خواجه حکیم په سیمه کې تښتول شوي دي .
هغه وايي، چې په دې اړه يې د سیمې له سپین ږیرواو قومي مشرانو سره خبرې پیل کړي، څو دغه روغتیايي کارکوونکي دوسله والو له بند څخه راخلاص کړي، خو نوموړي په دې اړه نورمعلومات ورنکړل.
دسیمي اوسیدونکي وايي، تېره ورځ څلور وسله وال ،چې پر موټرسایکل سپاره وو یاد ډاکټران وتښتول.
دخواجه حکیم دسیمې یوتن اوسیدونکي چې دنوم له اخیستلوڅخه يې ډډه کوله ،پژواک ته وویل:((له دغو ډاکټرانوسره دوه ښځینه داکټرانې هم وې، خوهغه يې يې نه دي بيولي.))
یاد کس وايي، چې دغو کسانو خپل مخونه پټ کړي وواو وسلې هم ورسره وې.
دغزني دعامې روغتیا یوه چارواکي هم ،چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، ومنله چې وسله والوکسانو دوه تنه ډاکټران ، چې دسرې میاشتې ریاست اړوند دي، تښتولي دي.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو دکابل- کندهار پر لویه لاره دمیدان وردګو ولایت په سیمه کې دغزني دوه تنه ډاکټران تښتولی وو،چې له یوڅه مودې بند تېرولو وروسته يې راخوشې کړل.