کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د کابل امنيه قوماندانۍ وايي چې د وسله والو طالبانو يو ډلمشر يې نيولى دى.
د کابل امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد قوماندان معاذالله نومېږي او د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو د عمومي مديريت کارکوونکو له خوا د پلچرخي په سيمه کې تر پېژندلو وروسته نيول شوى دى.
سرچينې ليکلي، معاذالله د کاپيسا ولايت په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د پنځلس کسيزې ډلې مشري په غاړه درلوده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوموړي په ډېرو ورانکارو کړنو، په کمين نيولو او پر افغان او ايساف ځواکونو بريدونو کې هم فعاله ونډه درلوده او د قاري بريال د استخباراتو شبکې مسوول هم و.
د کابل امنيه قوماندانۍ زياته کړې، چې دغه ډلمشر په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى، چې په کاپيسا ولايت کې يې د دولت ضد د کړنو او فعاليتونو مشري پر غاړه درلوده، چې په ترڅ کې يې ١٦ بې ګناه وګړي هم وژل شوي دي.