Language

مزارشريف (پژواک ٢ تله ٩٢): په بلخ کې د فوټبال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د دولتي چارواکو او سوداګرو له خوا ۷ ميليونه او ۵۲۷ زره افغانۍ نغده مرسته وشوه.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تلې په ٢مه د فوټبال ملي لوبډلې په وياړ غونډه وشوه، چې د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبغاړو سربېره په کې د افغانستان د المپيک کمېټې مسوولينو، د بلخ دولتي او امنيتي چارواکو، په ولسي جرګه کې د بلخ وکيلانو، د ولايتي شورا وکيلانو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د بلخ والي عطامحمد نور يادې غونډې ته وويل، دوی وياړي، چې د فوټبال ملي لوبډلې په وياړ د غونډې په جوړېدو کې بريالي شول.

نوموړي زياته کړه، چې د فوټبال د ملي لوبډلې ځوانانو د د دريو لسيزو غم  ځپلو افغانانو په شونډو موسکا راوسته، نو معلومه ده که چېرې ځوانان پرته له تعصب څخه د هر هدف په لور يو موټی شي؛ نو بريالي به وي او تاريخ به جوړ کړي.

د بلخ والي وويل: ((موږ يانې حکومت، دولت، افغانستان چې څومره سياسي او مديريتي نيمګړتياوې لرلې، داسې يې وځلولې چې ټولې يې جبران کړې، وياړونه يې راوبښل.))

نوموړي زياته کړه، چې دا هغه لاره ده، چې افغانان به د ملت جوړونې پر لور بيايي او داسې وخت به راځي، چې د نړۍ د نورو ملتونو تر څنګ به له وياړه ډک ژوند ولري.

د هغه په وينا، د ځوانانو دغه ډول برياوې کولی شي، چې د هويت وژنې ناسمې مفکورې له منځه يوسي.

د يادې غونډې په ترڅ کې د سټيج له لارې د فوټبال له ملي لوبډلې سره ۷ميليونه او ۵۲۷زره افغاني نغدي مرسته وشوه.

په دې مرسته کې د بلخ والي عطامحمد نور ۲ ميليونه، غضنفر او وطن ګروپ سوداګريزو شرکتونو ۲ ميليونه، د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ له خوا امنيتي مسوولينو ۱ ميليون او ۲۷۷ زره، د بلخ ولايت د ملکي خدمتونو مامورينو ۱ ميليون او ۲۰۰ زره، کمال نبي زاده شرکت ۵۵۰ زره او نصيب سوداګريز شرکت ۵۰۰ زره افغانۍ نغده مرسته وکړه.

د افغانستان د اولمپيک کمېټې مشر محمد ظاهر اخبر وويل، چې د فوټبال لوبډله د ترلاسه شوې بريا له امله ښه ونازول شوه؛ نو په کار ده، چې دغه بريا  او وياړ وساتل شي.

نوموړي زياته کړه: ((د فوټبال ملي لوبډلې د يو ټيم په توګه يو موټی حرکت وکړ او بريا يې تر لاسه کړه، که چېرې زموږ مشران هم په سياسي او دولتي چارو کې يو موټی حرکت وکړي؛ نو د فوټبال لوبغاړو په څېر په ګول ووهي.))

د بلخ ولايت د ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د نننۍ شوې مرسته به اړه وويل: ((موږ بلخيان هيله کوو، چې دغه مرستې د المپيک بانکي اکاونټ ته ونه لېږدول شي بلکې په نېغه د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته وسپارل شي.))

د يادونې ده، تېره مياشت د فوټبال ملي لوبـډله د سويلي اسيا فوټبال سياليو کې هند ته په ماتې ورکولوسره اتلولي خپله کړه.