ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي : تر اوسه ډاکټر عبدالله سره وروستۍ پریکړې ته نه یو رسیدلي

حزب اسلامي : تر اوسه ډاکټر عبدالله سره وروستۍ پریکړې ته نه یو رسیدلي

author avatar
24 Sep 2013 - 23:08
حزب اسلامي : تر اوسه ډاکټر عبدالله سره وروستۍ پریکړې ته نه یو رسیدلي
author avatar
24 Sep 2013 - 23:08

کابل ( پژواک ۲ تله ۹۲ ) : حزب اسلامي وایي چې له ډاکټر عبدالله سره د ولسمشر پر لومړي مرستیالۍ او ایتلاف خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي.

حزب اسلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ټاکنیز اتحاد او ملي ایتلاف چارواکو نن رسنیو ته ویلي چې د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال ورسره د لومړي مرستیالۍ خبره منلې او ایتلاف یې کړی دی.

سرچینو ویلي جې ددویمې مرستیالۍ لپاره د ولسي جرګې محمد محقق ټاکل شوی او هغه په همدې موخه نن د ولسي جرګې له غړیتوبه استعفی ورکړې ده.

خو د حزب اسلامي ویاند عبدالله کامه د تلې په ۲مه، د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددوی او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي.

هغه زیاته کړه : (( په هیڅ صورت تر اوسه ارغندیوال صاحب د لومړي  معاونیت څوکۍ نه ته دی ټاکل شوی.))

د نوموړي په وینا، حزب اسلامي یو شمیر شرطونه او غوښتنې لري او د خبرو اترو په جریان کې چې پرمختګ وشي، نو دوی به بیا رسمي اعلان وکړي.

بلخوا ملي ایتلاف ته نږدې سرچینې وایي چې د جمعیت ا سلامي ګوند ډیرو مهو او مرکزي غړو ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لپاره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

خو سرچینې زیاتوي چې اسماعیل خان او مارشال قسیم فهیم به د ولسمشر حامد کرزي د کاندید ملاتړ کوي.

دغه سرچینې وایي چې عطا محمد نور، امر الله صالح، صلاح الدین رباني ، احمد ضیا مسعود او د جمعیت نورو مهمو مشرانو د ډاکټر عبدالله د ملاتړ اعلان کړی دی.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.