جلال اباد (پژواک ٢تله ٩٢): د ننګرهار د درونټې په سيمه کې ماښام ناوخته سلګونو محصلينو د احتجاج په توګه د کابل _ جلال اباد لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د ننګرهار پوهنتون د عامه اړيکو مسوول پوهنيار سيد سميع الله سعيدي د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام ناوخته د پوهنتون يوشمېر محصلينو د احتجاج په توګه ياده لاره تړلې ده.
ده زياته کړه، د پوهنتون شورا پريکړه کړې وه، چې سږکال به يواځې په ليليه کې د لومړىو ټولګيو زده کوونکو ته ځاى ورکول کيږي، ځکه چې هغوى نابلده وي.
د عبدالله په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې په دغه لاريون کې د پوهنتون د دويم، درېيم او څلورم ټولګيو زده کوونکي ګډون لري.
هغه زياته کړه، چې دوى په پوهنتون کې د ليليې، برېښنا او خوراک په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ده په وينا، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغې به لاريون ته دوام ورکړي.
د پوهنتون د عامه اړيکو مسوول سعيدي بيا وايي، چې د برېښنا ستونزه د ننګرهار په ولايت کې عامه ده؛ کله چې اوبه کمې وي، بيا برېښنا نه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP