فيض اباد (پژواک ٢ تله ٩٢): د بدخشان سيمه ييز چاوراکي وايي، چې له دوو کليو د طالبانو په وتو سره وردوج ولسوالۍ د هغوى له شتون څخه پاکه شوې ده.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو تېره ورځ د صوفيان او باشند کلي پرېيښي او په درګاب درې کې سره راټول شوي دي.
هغه ادعاوکړه، چې امنيتي ځواکونه د وردوج ولسوالۍ په ټولو ستراتيژيکو سيمو کې مېشت دي؛ خو دا چې په درګاب دره کې د طالبانو پر ضد عمليات ترسره کوي يا نه؟ معلومات نه لري.
خاورزياته کړه، کېداى شي طالبانو د کوم نظامي پروګرام لپاره ياد کلي پرېيښي وي.
د وردوج ولسوال څو مياشتي وړاندې ويلي وو، چې وسله وال مخالفين اوس هم د يادې ولسوالۍ په١١ کليو کې فعاليت لري او اړتيا ده چې يادې سيمې د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره پاکې شي.
خو امنيتي ځواکونه وايي، چې په دې وروستيو کې ٩ کلي د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال پاک شوي او دوه نور پاتي وو، چې طالبانو پرته له عملياتو په خپله پرېيښي دي.
له بلې خوا د تخار د والي وياند سمت الله تيمور وويل، چې د تخار ولايت اړوند د ١٢ سرحدي پوليسو مړي له وردوج څخه ياد ولايت ته تر لېږد وروسته خاورو ته سپارل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ياد کسان د هغو ٢٠ پوليسو په ډله کې وو، چې تېره اونۍ د طالبانو د کمين په ترڅ کې د وردوج ولسوالۍ په باشند سميه کې وژل شوي وو.
تيمور زياته کړه، چې په ياد کمين کې ٢٠ تنه نور امنيتي ځواکونه ټپيان شوي وو او څلور تنه نور تر دې دمه لادرکه دي.
سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې د وردوج ولسوالۍ په جګړه کې يې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده، چې کره شمېر به يې وروسته څرګند شي.
خو طالبان په ياده پېښه کې د خپلو دريو کسانو وژل کېدل منلي او ادعاکوي چې په ياد کمين کې ٢٥ دولتي سرتېري وژلي او ٣٠ نور يې ټپيان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ وړاندې د ملي اردو لومړۍ ١٧ سوه نفري فرقه، په بدخشان کې له مخالفينو سره د مقابلې په موخه ځاى پر ځاى شوې، په وردوج او شاوخوا ولسواليو کې عمليات په لاره اچولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP