Language

يوه ١٤ کسيزه وسله واله ډله د سولې پروسې سره يو ځاى شوه

لښكرګاه (پژواك ۲ تله ۹۲): په هلمند کې د سولې شورا او ملي امنيت د هڅو په پايله کې د وسله والو طالبانو  ١٤ كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم نن (د تلې دويمه) د ملي امنيت په دفتر كې خبريالانو ته وويل، چې يادو كسانو له تېرو پنځو كلونو راپه دېخوا د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې د دولت پر ضد فعاليتونه ترسره كول.

نوموړي زياته کړه، چې د سولې شورا او ملي امنيت هڅې وې، چې ياد كسان يې له مخالفت څخه تېر او د سولې پروسې ته يې خپلې وسلې وسپارلې.

د ده په خبره، يادو كسانو ۱۲ ميله وسله او يوه اندازه چاودېدونكي توكي هم ړسپارل.

 د دغه ولايت د سولې د ولايتي كمېټي مشر فضل باري فياض پژواك اژانس ته وويل، د سولې له پروسې سره يو ځاى شوو کسانو د غلام ولي تر مشرۍ لاندې فعاليت كاوه، چې د ملي امنيت له منسوبينو سره يې يو ځاى تر ډېرو هلو ځلو وروسته په دې راضي كړل چې له مخالفت څخه تېر شي.

نوموړي وويل، دوى د يادو كسانو لپاره بېلابېلې پروژې لري، چې نغدې پيسې او تر يوه وخت پورې د هغوى لپاره معاشات هم په كې شامل دي.

فياض زياته کړه، دوى پلان لري د همدغو كسانو په مرسته ، نورې ډلې هم سولې ته راوبولي او له جګړې لاس واخلي.

د ده په خبره، په تېرو دوو کلونو کې په هلمند كې شاوخوا ٢٠٠ تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي او دا لړۍ لا پر مخ روانه ده.

 د دې ډلې ځيني غړي د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د ځينو بهرنيو كړيو په لارښوونه يې په مخالفت لاس پورې كړى و، خو اوس مهال په دې پوهېدلي نو ځکه يې له ورور وژنې لاس واخيست.

Related Topics