غزني ښار (پژواک ۳ تله ۹۲): د غزني ښار اړوند څو سيمو کې د ديارلس نيم کيلومتره سړکونو د پخېدو کار پيل شو.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي، چې پر دغو سړکونو به نږدې ۳ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي، چې د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي.
د والې په وينا، درې کيلومتره سړک د اسلامې ثقافت په مرکز او پاتې نور يې د پوهنتون او ښار تر منځ سړک او دغه راز د درېيم او څلورم پلان د کوڅو پخول په کې شامل دي.
د نوموړي په خبره، په تېرو دوو کلونو کې يې د ښار اړوند ٧٥ کيلومتره سړکونه او واټونه پاخه کړي دي.
د غزني پوهنتون د درېيم کال محصل نورالله پژواک ته وويل، تر پوهنتون پورې اوه کيلومتره سړک خام دى او د تګ راتګ پر مهال به محصلينو ته ډېرې ستونزې وې.
د ده په خبره، له يو لوري لاره ډېره خرابه وه او له بل لوري د خارو او دوړو له امله د دوى تګ له خنډ او ځنډ سره مخ و.
چارواکو ژمنه کړې وه چې د ٢٠١٣ کال د مراسمو تر پيل مخکې به د غزني ښار ټول سړکونه او واټونه پخوي، په داسې حال کې چې د ښار اړوند ډېرى واټونه او سړکونه لا خام پاتې دي.
اوه کاله مخکې د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له لورې غزني ښار په ٢٠١٣ کال د اسلامي فرهنګ او تمدن پلازمېنه ونومول شو، چې لومړى مراسم يې شپږ مياشتې مخکې او وروستي هغه به يې د لړم په وروستيو کې تر سره شي.