ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات محبس بنديانو پنځه پوليس يرغمل کړي

د هرات محبس بنديانو پنځه پوليس يرغمل کړي

author avatar
25 Sep 2013 - 13:39
د هرات محبس بنديانو پنځه پوليس يرغمل کړي
author avatar
25 Sep 2013 - 13:39

 هرات (پژواک ٣ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات محبس د ١٥٠٠ بنديانو اعتصاب دريمې ورځې ته غځېدلى او له ځان سره يې پنځه پوليس هم يرغمل کړي دي.

د هرات د محبس يو چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته ويلي، چې اعتصاب کې شامل بنديان له ولايتي پلاوي سره خبرو ته تيار نه دي او غوښتنه کوي، چې د دوى د حالت د ليدنې لپاره دې له کابله پلاوى ورشي.

 سرچينه وايي، بنديانو له تېرو دريو ورځو راهيسې خوراک او څښاک نه دى کړى او هم يې له ځان سره پنځه پوليس يرغمل ساتلي دي.

 د هرات د ښاري ځارنوالۍ مشر ګل احمد رامش هم وايي، د بنديانو اعتصاب په دريمه ورځ هم دوام لري، په اعتصاب کې د لومړي او دويم بلاک ټول بنديان، چې شمېر يې شاوخوا ١٧٠٠ تنو ته رسېږي، شامل دي.

 د هرات د ولايتي شورا غړی تورمحمد ظريفي پژواک ته وويل، بنديانو ورته ويلي، چې د دوى په اړه دې د ولسمشر حامد کرزي د سياسي بنديانو د ازادېدو فرمان عملي شي.

د ظريفي په وينا، بنديان غوښتنه کوي، چې په محبس کې دې د ژوند سم شرايط ورته برابر شي او دغه راز دې د جرمي دوسيو څېړنه چټکه شي.

 د ولايتي شورا د استازي په وينا، د هرات محبس کوټې د ٣ بنديانو لپاره جوړې شوې خو اوسمهال په کې ١٠ تنه ساتل کېږي.

 د هرات محبس رييس جنرال عبدالمجيد صادقي پژواک ته وويل، د ولايت له لوري يو پلاوى ټاکل شوى تر څو له بنديانو سره مخامخ خبرې وکړي او په ستونزو يې غور وشي.

په دې وروستيو کې د فراه ولايت په محبس کې هم بنديانو اعتصاب کړى و، دوى تور لګاوه، چې ناوړه چلند ورسره کېږي او دوسيې يې ځنډول کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.