Language

د چپې درې خلک له دولته د بيارغونې پروژې غواړي

اسعداباد (پژواک ٣ تله ٩٢): د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي د دولتي ځواکونو د عملياتو د هرکلي تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

چپه دره د ياد ولايت د مرکز اسعداباد شمال ته په ٤٠ کيلومترۍ کې له نورستان سره نږدې پرته ولسوالۍ ده.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ د ودانۍ پرتې نورې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو په واک کې وې چې له امله يې د نورستان لاره هم تړل شوې وه.

دولتي ځواکونو تېره اونۍ په دې سيمه کې د توفان په نوم پراخ عمليات ترسره کړل او د دې ولسوالۍ ډېرى سيمې يې تصفيه کړې او د ولسوالۍ مرکز ته د لومړي ځل لپاره د سړک له لارې ورسېدل، پخوا دې سيمې ته د هوا له لارې اکمالات کېدل.

د چپې درې د کلا سيمې يو اوسېدونکى ضياء الرحمن خپلواک وايي، چې په دې ولسوالۍ کې عمليات د خلکو په غوښتنه ترسره شوي دي.

هغه له امنيتي ځواکونو د مننې تر څنګ چې ولسوالۍ يې له مخالفينو پاکه کړه، غوښتنه وکړه، چې دغه عمليات دوامداره وساتي او نور دې هم پراخ کړي.

د نوموړي په وينا، د دې ولسوالۍ يو شمېر خلک د مجبورۍ له امله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي وو، خو چې په سيمه کې امنيت تامين او د بيارغونې کارونه پيل شي، نو بېرته به د خپل دولت ملاتړ وکړي.

ده زياته کړه، چې د طالبانو له وېرې ځوانانو په دولتي او نا دولتي ادارو کې کار نه شو کولى ځکه چې طالبانو به ورته د مرګ ګواښونه کول.

د چپي درې د کنډۍ سيمې اوسېدونکى وحيدالله وايي، چې دوى له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو له ظلمونو په تنګ شوي وو.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې په سيمه کې د پراخو عملياتو تر څنګ د دوى د ځان او مال ساتنه وکړي او د ښه ژوندانه لپاره دې ورته د بيارغونې پروژې پيل کړي.

هغه وايي، پر عملياتو خوښ دي، خو له حکومت څخه غواړي چې تر عملياتو وروسته هلته امنيتي پوستې جوړې کړي، څو مخالفين يو ځل بيا فعاليت پيل نه کړي.

ده زياته کړه، چې دولت بايد په دې سيمه کې ښوونځي او کلينکونه فعال او د بيارغونې ګڼ شمېر نورې پروژې پيل کړي، څو خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى حبيب ګل وايي، چې دوى له وسله والو څخه تر پزې راغلي وو، پر خلکو يې ډېر ظلمونه کول.

د هغه په وينا، د لارې بندېدو له امله په سيمه کې د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوې وې، اوس چې لاره خلاصه شوې، ارزاني راغلې ده.

حبيب له دولتي ځواکونو غواړي چې د خلکو پر شيطانيو دې نه تېر وځي او له خلکو سره دې ښه چلند وکړي، څو خلک د دوى کلک ملاتړ وکړي.

د کنډۍ سيمې يو بل اوسېدونکى نصرالله وايي، د دوى پر دولت د پنځو کلونو پور پاتې دى، ځکه چې په دې موده کې دولت په دې ولسوالۍ کې هېڅ نه دي کړي.

هغه په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو، کلينکونو تر څنګ د سړک جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل هم مني چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې دا ولسوالۍ له ګڼ شمېر ستونزو او د طالبانو له ظلمونو سره مخ وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په چپه دره کې عمليات د دې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه ترسره شوي او د دوى په همکارۍ بريالي شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر سيمې تصفيه شوې او اوس هم عمليات په برياليتوب سره روان دي.

امنيه قوماندان وايي، چې د توفان عملياتو په لومړۍ برخه کې له ماڼوګي ولسوالۍ څخه تر چپې درې ولسوالۍ ساحه تصفيه شوې او ټول کلي له مخالفينو پاک شوي دي.

د هغه په وينا، په ١٥ کيلومتره لاره کې د عامه نظم پوليسو پوستې فعالې شوې دي.

سيد خېلي وويل، چې د دغو عملياتو په دويم پړاو کې به د چپې درې ولسوالۍ له ګولسلک سيمې د نورستان تر واما ولسوالۍ پورې لاره پرانيستل شي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ٢٢ وسله وال وژل شوي، ٨ ټپيان دي او يو شمېر نور له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي او زياتوي، چې دوى ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه وژلي او نور يې د محاصرې په حال کې دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله بيا وايي، چې د چپې درې ولسوالۍ لپاره يې د مرستو او رغنيزو پروژو پلان نيولى دى.

د هغه په وينا، د سکتوري وزارتونو وزيرانو ورسره ژمنه کړې چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيلوي.

Related Topics