ښرنه_غزني (پژواک ٣ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې په پکتيکا او غزني کې د امنيتي پېښو په ترڅ کې پنځه پوليس او يوه پېغله وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ د تلې په ٣يمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د خوشامند ولسوالۍ د ژېړې په سيمه کې د ملي پوليسو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
د ده په خبره، په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، په خوشامند کې د افغان ګډو ځواکونو عمليات چې څو ورځې وړاندې پيل شوي وو اوس هم دوام لري.
دغه راز امنيه قوماندان وايي، تېره ورځ د سر روضې او نن سهار په سروبي ولسواليو کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د قوماندان په خبره، په سر روضه کې يو پوليسو د وسله والو په بريد کې ووژل شو او په سروبي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته د بريد په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او دوه ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د سروبي په نښته کې بريد کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو ده يې کره شمېره ونه ښوده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته ويلي، چې د پکتيکا په سر روضه ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمې په بريد کې يو پوليس وژلى او دوه يې ټپيان کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يوه ورور خپله ځوانه خور په تبر وژلې ده او په خپله تښتېدلى دى.
د ده يک امنيه قوماندان دويم څارن فيض محمد توپان پژواک ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام د ده يک په رامک کلي کې رامنځ ته شوې، خو تر دې مهاله د پېښې اصلي لامل نه دى معلوم.
د قوماندان په وينا، پوليسو پلټنې پيل کړې تر څو معلومه کړي، چې دا پېښه ولې او څنګه رامنځ ته شوه.
د سيمې يو اوسېدونکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، دغه نجلۍ د سر او غاړې په برخو کې په تبر وهل شوې، خو د وژنې عامل يې څرګند نه دى.