کابل (پژواک ٣ تله ٩٢): په پروان کې دوه وسله وال وروسته له هغه پوليسو ونيول، چې د يوه ټکسي چلوونکي تر وژلو وروسته يې د هغه موټر تښتولى و.
د پروان د کوه ساپي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شريف الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوو کسانو تېره ورځ ناوخته د پروان د بګرام له “دو سرکه” سيمې يو سراچه موټر په کرايه نيولى و.
دى وايي، دغو دوو تنو موټر چلوونکى د هغه له موټر سره په دې پلمه د کوه ساپي د “قل ملا” سيمې ته بيولى و، چې ګواکې هغوى غواړي په کوه ساپي ولسوالۍ کې تذکرې واخلي.
د شريف الله د څرګندونو له مخې، دغو کسانو چلوونکى په قل ملا کې د تومانچې پر ډزو وژلى او موټر يې ترې بيولى و.
خو ده وويل، چې پوليسو دغه دوه تنه د دې ولسوالۍ په مرکز کې د تلاشۍ پر مهال وروسته له هغه له موټر سره ونيول، چې د هغوى په وينو رنګ جامې يې وليدې.
سرچينې زياته کړه، وروسته نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف وکړ او پوليسو له هغوى څخه دوه ميله تومانچې هم ترلاسه کړې دي.
هغه وويل، چې نيول شوي کسان يو د کوه ساپي او بل د پکتيا اوسېدونکى دى او وژل شوى چلوونکى شېربادشاه د کابل ښار د حوت خېلو اوسېدونکى و.
دى وايي، چې د شېربادشاه مړى د هغه کورنۍ ته سپارل شوى دى.