Language

د ننګرهار د سولې عالي شورا يو غړى ټپي شو

جلال اباد (پژواک ٤ تله ٩٢): په ننګرهار و لايت کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې يو غړى د ماين په چاودنه کې ټپي شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کوټ ولسوالۍ د طاووس خېلو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې غړى محمدنبي عظيمي د هغه مېرمن او موټر چلوونکى ټپي شوي دي.

نوموړي وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics