Language

لښكرګاه (پژواك ۴ تله ۹۲): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې رياست د ودانۍ او په نادعلي کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم په يادو مراسمو كې وويل، ياده ودانۍ د لښكرګاه په دويمه اداري سيمه كې د ملګرو ملتونو په مالي لګښت جوړېږي.

نوموړي زياته کړه، دغه رياست مخکې په كرايي كور كې كارونه پر مخ بيول، چې له امله يې په كارونوكې نيمګړتياوې رامنځته كېدې، خو د ودانۍ په جوړېدو سره به يې چارې چټكې شي.

په هلمند د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزي  رييس سيد احمد ورور پژواك اژانس ته وويل، چې د دې ودانۍ مالي لګښت ۳۹۷ زره امريكايي ډالره كېږي او د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او جرمونو د مخنيوي ادارې له خوا وركول كېږي.

ورور زياته کړه، د ودانۍ لپاره دويمه اداري ساحه ټاكل شوې او پر يو جريب ځمكه د پنځو مياشتو په موده كې جوړېږي.

نوموړي وويل، چې د احاطې د دېوال ترڅنګ غونډو تالار، څلور اداري خونې، تفريحي پارك، پاركينګ، د برېښنا جنراتور او نور ټول ملحقات ورته په پام كې نيول شوي دي.

دغه راز په نادعلي ولسوالۍ كې  د يوه لومړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل شوه، د هلمند والي وايي، په پام کې لري د لرې پرتو سيمو ښوونځيو ته پاملرنه زيات کړي.

والي له قومي مشرانو غوښتنه وكړه، چې په دې برخه كې خپله مرسته ونه سپموي او خپل اولادونه  هلكان او نجوني د زده كړې له نعمته برخمن كړي.

 د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر وايي، په نادعلي كې دا مهال له ۲۹ ښوونځيو ۲۲ فعال دي، ١٠ زره زده كوونكي لري، چې ١٢٠٠ يې نجونې دي.

نوموړي زياته كړه، د ښوونځي پر ودانۍ  ۹۹زره امريكايي ډالره لګښت راځي، چي د ښوونې او روزنې د كيفيت لوړولو ملي پروګرام له خوا د نړيوال بانك په مالي مرسته په اتو مياشتو کې  جوړېږي.

ياد ښوونځى په يوه پوړ کې جوړېږي او ٥٠٠ زده کوونکي لري.

Related Topics