مزارشريف (پژواک ٤ تله ٩٢): د کابل-مزارشريف پر لويه لار، په ترافيکي پېښه کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۹ تنه مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د سمنګان ولايت د ترافيکو مدير سمونوال عبدالقدير پنجشېري د تلې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د مزارشريف- کابل پر لويه لار، د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزني کک سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې ۹ تنه وژل شوي، چې پنځه ماشومان، دوه ښځې او دوه سړي شامل دي.
د هغه په وينا، په ياده پېښه کې ۹ تنه ټپيان شوي، چې ۷ ښځې، يو سړی او يو ماشوم دي.
سمونوال قدير وويل، چې پېښه د دوو سراچه موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د ايبک ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سمنګان د ملکي روغتون سر طبيب وويل، چې روغتون ته له يادې پېښې ۹ ټپيان ور وړل شوي، چې د دريو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله يې درې واړه ټپيان د بلخ ولايت ملکي روغتون ته استولي دي.