موټر بم چاودنې يو تن وواژه او پنځه ټپيان کړل
لښکرګاه (پژواک ٤ تله ٩٢): د هلمند چارواکي وايي، چې په لښکرګاه ښار کې د موټر بم چاودنې له امله پوليس وژل شوى او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه د ماخوستن په شاوخوا ٧:٤٥ بجو د لښکرګاه ختيځ لور ته په لښکر بازار سيمه کې د پوليسو پوستې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پوليسو يو کرولا موټر ته چې له چاوېدونکو توکو ډک و او دوى پېژندلى و، د درېدو امر وکړ، خو موټرچلوونکي خبره ونه منله او موټر ته يې چاودنه ورکړه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى، يو پوليس او ٤ ملکي وګړى ټپيان دي. دغه راز بريدکوونکى هم وژل شوى دى.
د هلمند د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې، پژواک ته وويل، چې له دې پېښې دوى ته يو پوليس او دري ملکي وګړي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.