کابل (پژواک ٦ تله ۹۲) د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې له ډاکټر عبدالله سره د ارغنديوال د ممکنه ټاکنيز اتحاد او د قطب الدين هلال له خوا ولسمشرۍ ته له کاندېدو سره کلک مخالفت وښود او دا يې د هغوى شخصي پرېکړې وبللې.
د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ په کابل کې د حزب اسلامي ډلې له ډاکټر عبدالله سره د ټاکنيز اتحاد په صورت کې پر لومړي معاونيت خبرې روانې کړې دي.
دغه راز د حزب اسلامي يوه بل غړي قطب الدين تېره شپه د يوې مرکې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديدوي.
هغه وويل، د حزب اسلامي يو حزب دى، چې مشري يې انجنير حکمتيار کوي او د دې ډلې خاموش اکثريت يې ملاتړ کوي.
خو د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سياسي چارو رييس ډاکټر غيرت بهير وايي، چې د ارغنديوال او هلال پرېکړې شخصي او په حزب پورې هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډاکټر عبدالله سره د ارغنديوال توافق شخصي دى او دوى ورته د ناسم او غلط تصميم په سترګه ګوري.
ډاکټر بهير زياته کړه: ((دا د حزب اسلامي له لوړ شان سره نه ښايي چې د داسې توافق يوه برخه وي او يادې د دا ډول څېرو ملاتړ وکړي.))
د هغه په وينا، حزب اسلامي به هېڅکله د داسې چا ملاتړ ونه کړي چې د ده په وينا، د دښمانو په خدمت او د ناټو ځواکونو د شتون او پاتې کېدو ملاتړ او ټينګار کوي.
د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول د قطب الدين هلال د کاندېدو په اړه وويل، چې هغه پر خپل سر لړ له اجازې پرته کابل ته تللى، هلته يې شخصي فعاليتونه پيل کړي چې په حزب پورې اړه نه لري.
ده زياته کړه، چې هلال د حزب استازيتوب نه کوي او نه هم حزب د ده له هڅو سره موافق دى او نه دې څوک هغه د حزب په حمايه تعبيروي.
ډاکټر بهير وايي: ((موږ د هغه چا مرسته او ملاتړ نه کوو، چې امريکايانو را وړاندې کړي وي.))
د يادونې ده، حزب اسلامي اوس په څو ډلو وېشل شوى حزب دى، دانجنير حکمتيار په مشرۍ ډله يې د دولت او بهرنيو ځواکونو پر ضد وسله واله مبارزه کوي، د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ بله لويه ډله يې له حکومت سره يو ځای ده.
دغه راز د سلاکار وزير وحيدالله سباوون په مشرۍ يې دريمه ډله هم په کابل کې ده.
د ارغنديوال د ډلې وياند عبدالله کامه وال هم تېره شپه پژواک اژانس ته وويل، چې هلال د دوی کانديد نه دى.
هغه زياته کړه، چې دوی خپله تګلاره لري او د ټاکنيز اتحاد لپاره يې له سياسي ډلو سره خبرې روانې دي او تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
نوموړی وايي، چې قطب الدين هلال له تېرې يوې مودې راهيسې کابل ته د شخصي سياسي فعاليت په موخه راغلی او ځان ته يې دفترونه پرانيستي دي.
نوموړي دغه اعلان د تلې په ۵مه له کابل نيوز تلويزيون سره د يوې مرکې پر مهال وکړ.
هغه زياته کړه: ((زه د حزب اسلامي او د افغانانو د خاموش اکثريت له خوا ځان کانديدوم او دوی به زما ملاتړ کوي.))
هلال په مرکه کې ويلي، چې که په ټاکنو کې بريالی شو، نو د اداري فساد پر ضد به کلکه مبارزه او په هېواد کې به د اسلامي نظام لپاره هلې ځلې کوي او له وسله والو مخالفينو او په ځانګړې توګه له طالبانو سره به د سولې جدي او سمې خبرې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP